جمال خاشقجي څوک و او ولې ورک کړای شو؟

آصف الله آصفي

جمال خاشقجي د 1958 کال د اکتوبر په 13مه په مدینه موره کې وزېږېد.

 وظیفه: ژورنالیست

هیواد: سعودي عربستان

خاشقجي یو ځلیدلی سعودی ژورنالیست دی. د سعودي عربستان شاهي کورنۍ ته نږدې شخص و. تر برید مخکې له 9 میاشتو راهیسې شاهي کورنۍ له هر ډول لیکنو منع کړی و.

کله چې په سعودي کي محمد بن سلمان د هیواد واګي په لاس کې واخیستې او پر هر ډول خلکو یې ځمکه تنور کړه، نو جمال خاشقجي له خپل هیواده په 2017 کې د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ، او هلته یې د امریکا په واشنګټن پوست ورځپاڼه کې د لیکوال په حیث دنده پیل کړه.

جمال خاشقجي په یوه داسې کورنۍ کې زېږېدلی چې نږدې 5 پیړۍ وړاندې له ترکیې سعودي ته کډه شوي وه.

ثانوي زده کړې یې په طیبة لیسه کې ترسره کړې وې او د لوړو تحصیلاتو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته تللی و او هلته یې د انډیانا له پوهنتونه په ژورنالیزم کې په 1983 کال کې فراغت ترلاسه کړی و.

د ژورنالیزم سفر یې د یوه خبریال په حیث د سعودی په ګازیت انګلیسي ورځپانه کې او ورپسې د سعودي په نورو ورځپاڼو او اوونیزو کې، چې له جملې یې الشرق الاوسط دی، د 1987 او 1999 تر مینځ خدمات ترسره کړل. د شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د جګړو منځته په ورتللو سره یې ډېر شهرت وموند. ورپسې یې د الجزایر او خلیج دوهمه جګړه کې شهرت لا پسی زیات شو.

د خپل ژورنالیزم په سفر کې خاشقجي د القاعده له امیر آسامه بن لادن سره په افغانستان او سوډان کې یو شمېر مرکې کړي دي.

کله چې په خپلو لیکنو کې زیات مشهور شو، نو د 1999 څخه تر 2003 پورې د عرب نیوز په ورځپاڼه کې د رئیس د معاون په توګه وظیفه ترسره کړه. ورپسې یې د الوطن ورځپاڼې، چې په داخلي اوضاع کې یې پراخ لاس درلود، د لیکوالانو د رئیس په توګه وظیفه اشغال کړه. خو دغه وظیفه یې تر 2 میاشتو پورې ترسره کړه، نور یې استعفا ورکړه.

خاشقجي د خپلې غوره کارکردګۍ له کبله په هیواد کې له یو شمېر رقیبانو سره مخ شو. امیر ترکي الفیصل چې کله په لندن او ورپسې په واشنګټن کې سفیر و، خاشقجي یې د فرهنګي چارو مشاور په حیث تر 2007 پورې استخدام کړ، چې خاشقجي په دې دنده کې د ریاض د سیاستونو او د معلوماتو د سرچینو په اړه خورا ډېره تجربه او معلوماتونه ترلاسه کړل، په ځانګړې توګه کله چې ترکي الفیصل د عامه استخباراتو وزیر شو، نو ده د هیواد په بهرني سیاست کې لوی رول ولوباوه.

په 2008 کال کې کله چې د سعودی پاچا عبدالله بن عبدالعزیز لندن ته سفر کاوه، نو خاشقجي یې هم له ځان سره ملګری کړ او د برطانیې شهزادګۍ ته یې د یوه مهم ژورنالیست په حیث ورمعرفي کړ.

خو د پاچا دغې تزکیې ورته ډیره ګټه ونکړه، ځکه کله یې چې د الوطن ورځپاڼې له لوري خپله فکري او ټولنیزه جګړه پر مخ بوتله او خلک یې د اصلاح خواته راوبلل او پر سلفي مفکوره یې نیوکې پیل کړې، نو د وهابیانو لخوا ټارګیټ کړل شو، او دې ته اړ کړای شو چې په 2010 کې استعفا ورکړی.

د شاهي کورنۍ یو میلیونر، الولید بن طلال آل سعود، ورسره مرسته وکړه څو خپله فرهنګي امپراطوری (روتانا) نوره هم پراخه کړي. خاشقجي د (العرب) په نوم چینل په کال 2015 کې د بحرین په پلازمینه کې احداث کړ، خو د بحریني چارواکو لخوا د یو لړ سیاسي اختلافاتو له کبله یوه ورځ وروسته بېرته وتړل شو.

د سعودي او یمن د جګړې په اړه یې د الحیاة ورځپاڼه کې د سعودي او محمد بن سلمان کلک پلوی کاوه، تر دې چې ټولو عربي چینلونو نوموړی د سعودی شاهی کورنۍ پلوی ژورنالیست یاد کړ.

خاشقجي په خپلو لیکنو کې د اخوان المسلمین پلوی کاوه، سره له دې چې یو شمېر سیاسي انتقادونه یې پری درلودل.

کله چې د سعودي چارواکو سره د خاشقجي اړیکې خرابې شوې نو د 9 میاشتو لپاره یې له لیکنو منع کړ. خو هغه یو ځل بیا د الحیاة ورځپاڼه چې د چارواکو پر ضد خپلې لیکنې خپرې کړې، او د اخوان المسلمین توصیف یې پکی کړی و، د ورځپاڼي خپروونکي، خالد بن سلطان آل سعود، د 2017 کال په اکتوبر کې خاشقجي په بیخي توګه له لیکنو منع کړ.

خاشقي هم ځان غلی ونیو، خو کله یې چې ولیدل چې په سعودي کې د بندی کولو سلسله تر دیني، ټولنیزو او فرهنګی خلکو چې یو شمېر د ده ملګري هم وو وغزیده، نو مجبورا یې په 2017 کال سعودی پرېښوده او د امریکا متحده ایالاتو ته یې پښې سپکې کړي.

له دې فرصته په استفادې سره یې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د خپلو مقالو په خپرولو پیل وکړ، چې پکې یې هغه سیاست وغانده چې د خلکو خولې بندول غواړي، او هم په سعودي کې د حکومت له نظر سره مخالف خلک بندی کیږي، او هم د هغو ډلو په وړاندې یې جګړه وغندله چې هغوی د اسلام لپاره سیاست کاوه.

په یوه مقاله کې یې لیکلي و چې: ما خپل کور پرېښود، خپله کورنۍ او وظیفه مې پرېښوده، خو اوس غواړم خپل آواز پورته کړم، ځکه چې چُپ کیدل ذلت دی، زه اوس کولای شم هر ډول څرګندونې وکړم خو نور یې نه شي کولای.

تر دې چې د سعودي له منځه ډېری کړیو پرې بې شمېره تورونه ولګول، او خبره تر دې ورسېده چې که چېرته خاشقجي خپله خوله بنده نه کړی نو د سعودی تابعیت به ورڅخه سلب کړای شی.

هغه په خپله یوه مقاله کې لیکلي و چې: د سعودي نوی ولی عهد محمد بن سلمان غواړي څو هیواد یې له وهابي دیني افراطیته وژغوري او له خپل ځانه د یوه نوي جوړ کړي افراطیت په ډنډ کې یې وغورځوي، ځکه زندانونه له خلکو ډکوي او د آواز پورته کوونکو خولې بندوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close