جمهوريتونه د مسلمانانو د زوال او ناخوالو عوامل

که تاريخ ته ځير شو نو وبه وينو چې په مسلمانانو کې اسلامي خلافتونه او نظامونه تېر شوي دي چې په ټولو اسلامي ممالکو يې پوره واکمنۍ کړې دي او داسې بې مثاله عدل او انصاف يې پکې قائم کړی دی چې تر اوسه يې نړۍ په مثال راوړلو کې عاجزه ده.

دا چې په  انسانانو کې د ژوند زياتره عادات او خويونه په کسبي ډول سره يو بل ته لېږدول کېږي او له يوه او بله زده کېږي، نو د دې اصل او قاعدې له وېرې د کفري نړۍ (په ځانګړي ډول) عيسوي پاپان او پادريان په همدې وېره کې شول چې هسې نه عيسوي او نصراني ملتونه له مونږ څخه د مسلمانانو په څېر له عدل او انصافه ډک نظامونه وغواړي چې په دې د عدل او انصاف په نظام کې بيا د دغو پادريانو او پاپانو شخصي ګټې په خطر کې واقع کېدلې نو په دې اساس يې په پوره زور  زيات کوششونه او هڅې شروع کړې چې دا دی د هغو له امله اوسنی اسلامي امت د دوی په لومو کې راګير دی.

اسلامي خلافتونه که څه هم د مسلمانانو د بې غورۍ له امله ړنګ شوي دي خو بيا هم په مسلمانانو کې دومره توان او طاقت وو چې هر قوم او هر ملت په بېلابېل ډول شاهي يا امپراطوري شکله نظامونه جوړ کړي او يو څه سيمې په خپل واک کې راولي چې پدې توګه به د مسلمانانو د ټولو حقوقو حفاظت کېدلو او که که به بيا کله کفارو په اسلامي سيمو باندې حملې کولې نو همدغه د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو مسلمانانو به يو د بل مرستې ته ورودانګل.

خو کفري متعصبو پادريانو او پاپانو د مسلمانانو په دې وېش او تقسيم هم بنسنه ونه کړه، بلکې مسلمانانو ته يې په د همدې پادريانو د ذهن مطابق جوړ شوي جمهوري نظامونه په زهرجنو تحفو کې راوړل او په مسلمانانو يې په داسې ډول تحميل کړل چې مسلمانانو هم ورته لبيک ووايه او خپل خلاصون يې هم په همدې نظامونه کې وليدلو.

دلته اوس د جمهوريتونو هغه نقطې را اخلو چې د مسلمانانو ذلت ورڅخه جوتېږي.

۱ــ په اسلام کې نشنلېزم (قوم پرستي) ځای نه لري، بلکې د اسلام ستر لارښود نشنلېزم تر ټولو بد شی يا دی کړی دی. خو جمهوريت بيا نشنلېزم خپل بنسټيز اصل بولي او د مسلمانانو هر قوم يې په خپلو ستاينو او صفتونو اختل کړی دی.

۲ــ په اسلامي نظام کې چې کله امير ټاکل کېږي، شخصيت، علم، اخلاق، تقوا، استعداد او هر څه يې په نظر کې نيول کېږي، مګر په جمهوريت کې دا اصول بلکل نشته، يعنې، په ټولنه کې که تر ټولو پست او ذليل انسان وي هم کولی شي چې جمهوري رياست ته کانديد واوسي، بلکې د اسلامي ټولنې واک بشپړ ډول له پُستو او ذليلو خلکو سره دی.

۳ــ په اسلامي نظام کې په  هره دنده باندې د هېواد سپېڅلي اشخاص، عالمان او امانتکاران ټاکل کېږي تر څو خپل اسلامي ملت او امت ته هر ډول خدمت وکړي. بالعکس په جمهوريت کې د ټولنې غله، فاسدان او نور هغه خلک چې د کفر ګټو ته تر ټولو وفادار وي ټاکل کېږي. چې مثالونه يې په اوسنيو اسلامي هېوادونو کې ليدل کېږي.

۴ــ په اسلامي نظامونو کې که چېرته په کومه سيمه باندې کفري ير غل وشي او د هغې سيمې د مسلمانانو وس ورسره ونشي نو د نورو سيمو مسلمانان يې مرستې ته ورځي تر څو يې له پېښو ناخوالو وژغوري، ليکن په جمهوريتونو کې د دې پر ځای چې د کفري يرغل پر مهال مسلمانان يو له بل سره مرستې کولو ته پرېښودل شي، د جموري نظام پلي کوونکي هڅه کوي چې د هماغې تر لاندې سيمې د مسلمانانو پر خلاف له يرغلګرو کفارو سره مرسته وکړي او په اسانه ډول خپل ګاونډي مسلمانان ورته څملوي، چې مثال يې زمونږ ستاسو او ګاونډيو هېوادونو دی.

۵ــ په اسلامي نظام کې مجرم ته د الله ج د احکامو او شريعت اړوند سزا ورکول کېږي، په محکمه کې داسې چلند نه ورسره کېږي چې ګواکې  د انسان پر وړاندې يې جرم کړی. خو په جمهوري نظام کې بيا دا اصول نشته ،  زنا، غلا، شراب خوري او نورو هغه څه چې په اسلام کې جرمونه دي او سزا پرې ورکول کېږي، مګر په جمهوري نظام کې بيا دا جرمونه نه حسابېږي، بلکې څوک چې د دې نظام د بې انصافيو پر وړاندې غږ پورته کړي هغه شخص مجرم دی او بيا زندان ته بوول کېږي، له مختلفو تعذيبونو سره مخ کېږي.

پورتني عوامل ټول د مسلمانانو، د زوال، بې اتفاقۍ، په  اسلامي نړۍ کې د تشدد د پېښو د ډېروالي، په اسلامي ټولنو کې د علماؤو د حيثيت کموالی او پر ځای يې د ملي خائنانو عزت او قد کول او د نورو ډول ډول ناخوالو سره مخ دي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close