جمهور رئیس غني پکتیکا ته سفر وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۲)

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست ټاکنو ته شیبې په رانږدې کیدو دي او د ملي یووالي د حکومت مشر یې مهم نوماند دی، جمهور رئیس غني د خلکو د راجلبولو او د راتلونکي بریا په موخه داځل د پکتیکا ولایت ته سفر کړی او د هغه ولایت له خلکو سره یې یو شمیر ژمنې کړې دي.

د ارګ د خبر پاڼې د راپور له مخې، جمهوررئیس غني د پکتیکا د ولایت مقام نږې ودانۍ هم پرانیسته او دغه راز یې پکتیکاوالو ته ویلي، چې د ۶ زره ښوونځیو ودانولو لړۍ پیل شوې ده چې په پایله کې به یې د پکتیکا د ښوونځیو ستونزه حل شي او د پکتیکا د لوړو زده کړو په موسسه کې به یو پوهنځی زیات شي.

نوموړي همداراز  ژمنه کړې چې د دې ولایت د خلکو لپاره به د ښو خدماتو د عرضې په خاطر د پکتیکا ولایت له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته ارتقاء وکړي.

خو د پکتیکا ځایي چارواکو له نوموړي غوښتي چې د ګواشتې لار دې ورته خلاصه او ددغې لارې د امنیت د تامین غم دې وخوري.

دغه راز ځایي چارواکو ، د ښرنې د ملکي روغتون د ظرفیت لوړولو، د ولسوالیو د سړکونو د رغولو او د غیر رسمي ولسواليو د رسمي کولو په برخه کې یې خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړي دي.

د نلي شورا یو شمیر استازي دا سفرونه غندي او زیاتوي چې ولسمشر له دولتي امکاناتو په استفادې سره خپل انتخاباتي کمپاین مخته وړي.

 

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close