جنبشیانو پر کابل د بریښنا پریکولو ګواښ وکړ,ارګ لا هم چوپ دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۷)

د هیواد په شمال کې د زورواکي قوماندان جنرال نظام قیصاري پلویانو نور پرمختګ هم کړی او د ارګ د دروازو د تړلو په ګډون یې پر کابل د بریښنا د پرچاویدو ګواښ کړی.

د جنبش ګوند پلویانو نن په سمنګان ولايت کې د کابل – شمال لويه لار په سمنګان ولايت کې وتړله او په دې سره یې څو مهمې ستراتیژیکې لارې د حکومت او خلکو څخه په خپل کنترول کې راوستې.
له دې سره همهاله یادې ډلې د حيرتان سوداګريز بندر عمومي واټ هم د موټرو د تګ راتګ پر مخ بند کړ.
جنبش ډلې ګواښ کړی چې غوښتنې یې ونه منل شي پر کابل به بریښنا پرې او ارګ به هم تر خپل کنترول لاندې راولي.
په بلخ کې د جنبش ګوند مسؤول سيد شمس الدين سادات وایي؛ هېواد ته د جنرال دوستم راستنېدل، د قيصاري خوشې کېدل او د قيصاري له ساتونکو سره د ناسم چلند عاملينو محاکمه کېدل يې مهمې غوښتنې دي.

په ورته وخت کې جنبش ډلې د څو ولایتونو مرکزونه محاصره او د ځینو یې آن والیان هم له خپلو دندو څخه شړلي او د ولایتونو پر مقامونو یې خپل کنترول ترلاسه کړی .

خو له دې ټولو سره سره، ارګ د دې ډلې د کړنو په باب لا هم چوپ دی.
تر اوسه افغان سیاسي او نظامي چارواکو او امریکایي سفارت چې په مهمو قضایاو کې د افغان دولت ترڅنګ رول لوبوي، هیڅ کوم غبرګون نه دی ښوودلی، چې دې سوړ دریځ د ډیری افغانانو اندیښنې راپارولې.

شنونکي وایي؛ ارګ د ناتواني او د یوې قوي دیپلوماسۍ د نشتون له امله تر اوسه د دې کړنو په تړاو کوم ځانګړی دریځ نه لري، خو ځینې نور بیا څرګندوي چې په ارګ کې دننه یو شمیر کړۍ چې بهرنیان هم په کې دخیل دي، په لوی لاس قومي او سمتي مسائلو ته لمن وهي او په دې توګه غواړي خپلو موخو ته په مرموزه توګه ځان و رسوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close