جنبشیان: آزاد او خپلواک “ترکستان“غواړو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۶+

د پدرام د ډلې د “خراسان“ غوښتلو تر شعار وروسته داځل د جنبش ډلې د آزاد ترکستان غوښتنه وکړه.

نن د جنرال دوستم سلګونو پلویانو په فاریاب، سمنګان، سرپل، بلخ او جوزجان کې همهاله لاریونونه وکړل او د خپل نیول شوي مشر (جنرال نظام الدین قیصاري) د خلاصون غوښتنه یې کوله.
لاریونوالو په یوه غږ د ارګ د پریکړې پرضد شعارونه ورکول او ګواښ یې کاو چې که نیول شوی قوماندان یې ژر تر ژره ور خوشی نه شي دوی به د پراخو لاریونونو سربیره د “آزاد ترکستان“ په اړه په نړیواله کچه غوښتنه وکړي.

لاریونوالو ارګ په تعصب او قومپالنې تورناوو او د کابل – بلخ لویه لار یې د دریو ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ وتړله ، تر دې آخوا یې نن د دریمې ورځې لپاره د آقینه – جوزجان بندر لار لا هم تړلې وه.
لاریونوالو د دوستم د بیرته راتګ او د قیصاري غوشتنه کوله او ویل یې چې ډاکټرغني د ځینو قوماندانانو له نیولو څخه په راتلونکو ټاکنو کې د کمپاین په توګه ګټه پورته کوي.
باید وویل شي؛ چې دا لومړی ځل دی چې په هیواد کې د آزاد ترکستان غوښتنه کیږي، تر دې وړاندې د پدرام ډلې په بریښنایي تذکرو کې د افغان کلمې پر سر د آزاد خراسان غوښتنه کړې وه.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې د کرزي، طالبانو او کورنیو جګړو پر مهال هم ورته شعارونه نه دي تکرار شوي
شنونکي وایي؛ د ډاکټر غني په واکمنۍ کې دا ډول د تفرقې شعارونه دا څرګندوي چې د حکومت دننه د بهرنیانو له خوا د لوی درز هڅې روانې دي .

په یو بل خبر کې ویل شوي چې ارګ د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د سیمیزو پولیسو نیول شوی مشر جنرال نظام قیصاری له دندې ګوښه او پرځای یې عبدالقیوم کوهستاني ټاکلی.
باید وویل شي چې، د کمانډوځواکونو د تیرې دوشنبې پر ورځ د ولسي پاڅونونو په چارو کې د جنرال عبدالرشید دوستم استازی نظام الدین قیصاري تر نیولو وروسته څارنوالی ته ور وپیژانده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close