جنبش ګوند: ولسمشر غني نه پريږدو چې فارياب ته راشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۹)

وروسته له هغې چې فارياب ته د ولسمشر غني د احتمالي سفر په اړه ګنګوسې خپرې شوې په دغه ولايت کې د جنبش ګوند مشرانو ويلي چې غني به پرينږدې چې فارياب ته ورشي.

تيره ورځ د جنبش ګوند مشرانو او پلويانو په فارياب کې غونډه کړې او دغه ولايت ته د غني د سفرکولو سره يې مخالفت څرګند کړی دی.

په فارياب کې د ملي جنبش ګوند مشر عطا محمد فيضي او د غونډې ګډونوالو ګواښ وکړ که ولسمشر غني دغې ولايت د قیصاري له خوشې کېدلو پرته د ورتګ اراده وکړي دوی به اجازه ورنه کړي.

که څه هم د جنبش ګوند غړي وايي، چې له ولسمشر يې دوه غوښتنه يې لرلې چې يوه يې هېواد ته د دوستم د راتګ او دوهمه يې د قیصاري خوشې کېدل و چې دوهمه غوښتنه يې تر اوسه نه ده پوره شوې.

قیصاري چې په فارياب کې يې خپلسري وسله وال لرل او د ځایي خلکو په زورونه تورن شوی و، څه موده مخکې د دولتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شو، چې دوسيه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شوه.

د دوستم له راتګ وروسته د قیصاري د دوسيې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو وروستي راپورونه وايي چې نوموړی خوشې دی او په کابل کې د جنبش ګوند په دفتر کې استوګن دی.

تر اوسه د جنبش ګوند په رسمي ډول فارياب ته د ولسمشر غني د ورتګ د مخنيوي په اړه څه نه دي ويلي.

دوستم چې د ولسمشر لومړی مرستيال دی شاوخوا دوه کاله يې د ایشچي د جنسي زورونې په قیضه کې په ترکيه کې جلاوطني وکړه او نږدې څو مياشتې مخکې هېواد ته راستون شو چې د هغه په اړه ويل کېږی تر اوسه د مرستيالۍ په کچه غونډو ته نه دی وربلل شوی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close