جنجوعه: پاکستان په طالبانو اثر نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۹) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې تهمينه جنجوعه ويلي، امريکا تمه لري چې طالبان د سولې مېز ته حاضر کړي زياتوي چې “مخکې ښايي پر طالبانو د پاکستان اثر و خو اوس پر هغوی هيڅ اثر نه لري” څو په زوره يې خبرو ته کښېنوي.

د ډيوه راډيو د راپور له مخې، نوموړې دغه خبرې په واشنګټن کې خبريالانو ته کړي او زياته کړې يې ده هېواد يې په افغانستان کې سوله غواړي او په وينا يې چې افغان حکومت دې طالبانو ته داسې وړانديز وکړي چې هغوی مذاکراتو ته تيار شي.

جنجوعه يو ځل بيا د افغان حکومت او امريکايي چارواکو هغه خبرې تشې ادعاګانې بللي چې په وينا يې پاکستان افغان طالبانو ته ځای ورکړی او د هغوی ملاتړ کوي په خبره يې چې (طالبان په پاکستان کې هيڅ ځای نه لري).

په وروستيو کې د کابل پروسې په غونډه کې ولسمشر غني طالبانو ته وړانديزونه وکړل چې وسلې دې پر ځمکه کېږدي، اساسي قانون دې ومني بيا به ورسره د مذاکراتو په اړه چې هرځای غواړي خبرې وکړي.

طالبانو تر اوسه د اشرف غني خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی خو په تېرو اعلاميو کې يې ويلي چې امريکا د افغان جګړي يو اړخ دی او که په دې اړه خبرې کول غواړي نو د قطر سياسي دفتر سره دې اړيکې ونيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه په يوه خبري غونډه کې د افغان سولې د هڅو ملاتړ کړی خو زياته کړې يې ده چې افغانستان دې پر پاکستان بې ځايه تورونه نه لګوي.

تر دې مخکې افغان او امريکايي چارواکو په وار وار ويلي چې پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ کوي هغوی ته يې پټنځايونه ورکړي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close