جنرال دوستم ترکيې ته ولاړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۷) زرغون خوږیاڼی

وروسته له هغه چې په دې نږدې وختونو کې د دوستم د ځینو کړیو جنایتونو څخه پرده پورته شوه، دوستم خپل دوست هیواد ترکیې ته ولاړ.

اوس ترکيه او ازبکستان هیوادونه هلې ځلې كوي، چې د دوستم او ايشچي ترمينځ جوړجاړی وکړي، تر څو ایشچي له خبرې تیر او یا بښنه ومني.

نړيواله ټولنه، په سر كې يې امريكا، انگلستان او اروپايي اتحاديه په افغان دولت فشارونه راوړي او د دوستم د قضيې جدي عدلي او قضايي تعقيب غواړي. دا فشارونه د مرستو د بندولو د گواښونو تر بريده رسيدلي دي.

افغان دولت په دې سلا مشورو بوخت دی چې د دوستم پر ځای څوک د هغه د لنډمهالي ځای ناستي په توګه وټاکي.

د ځینو کړیو په وینا، ډاکټر عبدالله او عطامحمد نور دواړه ددې مقام د ترلاسه کولو لپاره رقيبان شوي دي.

په ننګرهار کې د خيوې د مظلومو انجونو پېښه د دولت ډېره په ياد نه ده، كه مبارز ځوانان خپلې مبارزې ته دوام ورنكړي، د ترسره شوي وحشت عاملين به لا هم هسکه غاړه ګرځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close