جنرال دوستم ترکیې ته له سفر څخه راګرځول شوی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲)

راپورونه وایي چې د ولسمشر غنی لومړی مرستیال جنرال دوستم ته نن د حامد کرزي په هوایي ډګر کې اجازه نه ده ورکړل شوې، څو ترکیې ته سفر وکړي.

اسپونتیک آژانس د چارواکو له قوله وایي چې جنرال دوستم غوښتل، د خپلې ناروغۍ د تداوي په موخه ترکیې ته لاړ شي، چې په هوایي ډګر کې د پولیسو له خوا درول شوی او ورته ویل شوي چې نوموړی له هیواد څخه ممنوع الخروج دی او نه شي کولی بهر ته سفر وکړي.
دوستم ته نږدې سرچینو ویلي،چې نوموړي په هوایي ډګر کې ساعتونه انتظار وکړ او له مختلفو آدرسونو سره یې د خپل سرنوشت د معلومولو په موخه تماسونه نیولي، خو له کوم قانوني دلیل او د محکمې له حُکم پرته ورته اجازه نه ده ورکړل شوې.

سرچینې وایي، چې نوموړی په سخته لاعلاجه ناروغۍ اخته شوی دی.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې جنرال دوستم هیواد ته ممنوع الدخول ګرځول شوی و او په همدې بڼه یې څو میاشتې په ترکیه کې په تبعید کې تیرې کړې.
پر جنرال دوستم تور دی چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشجي سره یې په زور جنسي تیری کړی، خو نوموړی یې نه مني او دا د خپل ځان پر وړاندې یوه توطئه بولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close