جنرال رازق:دکندهاراوترینکوټ ترمنځ پوستې رحیم الله طالبانوته تسلیم کړې دي

ابل ټکی کام ۱۷غويي/۱۳۹۵، عبدالهادي همت 

د کندهارامنیه قومندان جنرال عبدالرازق نن په یوه خبرې غونډه کې وویل چي دکندهار او ترینکوټ تر منځ امنیتي پوستې دروزګان دامنیت دامررحیم الله له لورې طالبانوته سپارل شوې دی له همدې امله کیدایسي رحیم الله له وظیفې لري شي اوپلټني ورڅخه وشي .

رحیم الله دیوبل قومندان مطیع الله خان وروردی چي دطالبانوله لوري په کابل کې په یوو برید کې ووژل شو د نوموړی دمرګ پړه طالبانو په غاړه اخستې وه

دیادوني ده چي دوې اونۍ وړاندې دکندهارولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کندهار او ترینکوټ پرغزیدلی سړک طالبانو۲۶پوستې ونیولې حکومتي قواودجنرال رازق په مشرۍ کوشش وکړچي سیمه بیرته ونیسي خوتراوسه داسي معلومیږي چي دولتي قواوکوم پرمختګ نه دی کړی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close