جنرال رازق د يوه شخصي شرکت لس مرمۍضد موټر په زور نيولي، دوه يې حامدکرزي ته تحفه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۳)

د “علی محمد با فیض” په نوم د لوژستيکي شرکت مسوولین ادعا کوي چې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق ورڅخه لس مرمرۍ ضد موټر په زور نيولي دي.

د ياد شرکت مشر ویس عزيزي نن په کابل کې رسنيو ته وويل، د دغه موټرو د هر يوه قيمت ۱۲۰ زره ډالره دی چې د جنرال رازق له خوا په زور نيول شوي او هغه يې په شخصي توګه کاروي.

د ویس عزيزي په وينا، د وزيرانو شورا د اوولسمې مادې پر اساس د مرمۍ ضد موټرانو خاوندان چې ګمرکي اسناد ونه لري بايد د مالياتو تاديه کولو لپاره خپل موټران ثبت کړي زياتوي چې “علي محمد با فیض” شرکت په ۱۳۹۴کال کې له وزارت دفاع يو مکتوب ترلاسه کړ چې لس عرادې مرمۍ ضد موټران د ملي اردو په همکارۍ له هرات څخه کابل ته ولېږدوي خو په لاره کې د جنرال رازق کسانو دغه موټر د مخدره موادو د انتقال په بهانه ودرول.

نوموړی وايي، همغه مهال يې د ۲۰۵قول اردو ته خبر ورکړ او هغوی د دفاع وزارت سره رابطه وکړه خو د دفاع وزارت له لوري ورته وويل شول چې ځانته غم مه ګورئ، نو په دې دليل د يادې قول اردو مسوولين هم پرځای کيناستل.

ویس عزيزي وايي، له تيرو دوو کلونو راهيسې يې ډيرې منډې ترړې وکړې خو تر دې دمه نه دی توانيدلی چې خپل موټر له جنرال رازق بيرته واخلي.

هغه وايي، جنرال رازق د دغه مرمۍ ضد موټرو څخه شخصي استفاده کوي، ځينې يې خپلوانو او ملګرو ته ورکړي او په وروستيو کې يې دوه دانې پخواني ولسمشر حامدکرزي ته هم ډالۍ کړي دي.

د عزيزي په خبره، د جنرال رازق نږدې کسان ورته د ټليفون له لارې اړيکه نيسي وايي چې د يادو موټرو د قیمت په اندازه پيسې راکړه نو خپلې موټرې به بيرته درکړو.

هغه وويل، که ولسمشر غني په لس ورځو کې د يادې قضيې د حل په اړه لازم اقدامات ونه کړي نو دغه شرکت به خپل شکايت نړيواله محکمه کې وکړي.

تر اوسه جنرال رازق د یادو ادعاوو په اړه سپيناوی نه دی کړی او د امنيې قومندانۍ وياند هم په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې.

دا لومړی ځل نه دی چې جنرال رازق او پلويان يې د یوه شخصي شرکت له خاوندانو د دومره زياتو پيسو وسایط په زور نيسي بلکې تر دې مخکې هم د کندهار ښار له بيلابيلو سيمو تجاران، مالداره خلک اختطاف شوي، ګواښل شوي او د وسلو پر زور لوټ شوي چې ويل کېږي په ډيرو قضيو کې جنرال رازق او پلويان يې ښکېل دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close