جنرال رازق: ۳ پاکستاني عسکر مو وژلي،خو له مرکزي حکومت نه ګیلمن یو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۳)

 

د کندهار ولایت د امنیې قوماندان جنرال رازق وایي، تیره ورځ یې د ډیورند پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو له خوا د اغزن تار د تیریدلو مخنیوی کړی او له پاکستاني پوځیانو سره یې سخته جګړه کړې.
په داسې حال کې چې پاکستاني لوري جنرال رازق ته هغه اسناد ښوودلي، چې د ملي یووالي حکومت ورته د اغزن سیم تیرولو اجازه ورکړې ، جنرال رازق ویلي، د ده تر کنترول لاندې سیمه کې د اغزن سیم تیرولو هیڅ راز تړون ته ژمن نه دی.
نوموړی ادعا کوي چې د تیرې ورځې په جګړه کې یې ۳ پاکستاني پوځیان وژلي او ۸ نور ټپیان دي.
نوموړی په عین حال کې پر حکومت د معاملې تور لګوي او زیاتوي، د پاکستان له لوري د اغزن سیم تیرولو په برخه د ارګ چوپتیا مرموزه هوکړه شمیرل کیږي او باید سپیناوی یې وشي.
ویسا ورځپاڼې څه موده وړاندې د خپلو مؤثقو سرچینو له مخې راپور ورکړی و، چې ولسمشر غني له ‏پاکستان سره د 2015 د جولاي په لومړې نيټه  د اغزن تار د تیرولو ، په تورخم کې د دروازې جوړولو، او پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني فوځ د پوستو د منلو هوکړه کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close