جنرال مکينزي: د امريکايي عسکرو له وتلو سره افغانستان د طالبانو لاس ته ورځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۴)

د امريکا د پوځ يوه لوړپوړي جنرال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو اندېښنه څرګنده کړې ده.

امريکايي جنرال جان مکينزي د امريکا د سنا مجلس ته وويل، چې دا مهال په افغانستان کې جګړه په ولاړ حالت کې قرار لري او اندېښنه يې څرګنده کړې که امريکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي نو ډير ژر به افغان حکومت سقوط او افغانستان د طالبانو لاسته ولويږي.

جنرال مکينزي وويل، که له افغانستانه د وتلو مهالويش اعلان کړو او يا له دغه هېواده خپل پوځيان وباسو نو افغان ځواکونه د دې وړتيا نه لري چې د خپل هېواد ساتنه وکړي، ښايي افغانستان داسې يو حالت سره مخ شي لکه له عراقه چې امريکايي پوځيان ووتل.

نوموړي زياته کړه، سره له دې چې افغان ځواکونه سخته جګړه کوي خو په وينا يې په جګړو کې هغوی ته اوښتونکې مرګ ژوبله هم زياته شوې او که دا ستونزه همداسې دوام پيدا کړي نو د طالبانو پر وړاندې مقاومت ناشونی دی.

جنرال مکېنزي چې دا مهال د لوى درستيزانو د ګډې جرګې لوړ پوړى غړى هم دی وايي،

نوموړي دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سولې استازي د سولې اړوند هلو ځلو ته خوشبيني وښوده او زياته يې کړه چې طالبان بايد قانع کړل شي (که مونږ په ټپه ولاړ حالت کې يو نو طالبان هم په ټپه ولاړ حالت کې دي) او پر هغوی فشار زيات شي ترڅو د خبرو ميز ته کيني.

د امريکايي سناتورانو په جرګه ګۍ کې په داسې حال کې د امریکايي ځواکونو په ايستلو او پاتې کېدلو بحث کېږي چې په وروستيو کې د امريکايي ولسمشر ټرمپ په شمول د کانګريس یو شمير غړي او امريکايي سياستوال غواړي چې نور خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

په همدې تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سولې استازي زلمي خليلزاد يو ځل بيا افغانستان او ځينې هېوادونو ته د سولې په تړاو خپل درېيم سفر پيل کړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close