جنرال نکلسن: «غواړو په افغانستان کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شو»

کابل ټکی کام (جمعه مبارکه سلواغه ۱۳۹۴ل) هاشمي عبدالله
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوی تعین شوی عمومي قمندان جنرال جان نکلسن ویلي دي چې د جنرال کمپل له هغه نظر سره موافق دی چې غواړي په افغانستان کې خپل فوځونه د ډېرې مودې لپاره پاتې کړي.
دی زیاتوي، که د پاکستان له فوځ سره په ګډه کار وکړي نو نتيجه به یې له بل هر وخت څخه زیاته وي.
دی وايي: «د پاکستان په سرحدي علاقو کې ترورستان مېشت دي له هغه ځایه د حقاني شبکه هم لاس په کار دی او خپل پټځایونه لري.»
نکلسن زیاتوي، که چېرې په افغانستان کې خپل عملیات ودروي نو کېدای شي القاعده او داعش خپل مرکزونه پياوړي کړي او د افغان دولت لپاره یو چلینج شي.
د یادولو ده چې نکلسن پورتنۍ خبرې د سنا مجلس د فوځي کمېټې مخې ته د حاضرېدو په وخت کې کړي دي او د اوباما له رهبرۍ څخه یې سر وټکاوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close