جنګ او جهاد

ليکوال:فضل الله مخبت

د في سبيل الله جهاد شرائط :

دريم د نيت شرط :

په جهاد کې نيت د هر مجاهد د عمل او نظر، اساس او معيار دى . جهاد هغه وخت الله تعالى ته د منلو او قبوليت وړ دى چې د مجاهد نيت خاص او خاص د همغه ذات جل جلاله لپاره وي ، او الله جل جلاله د بندګانو هېڅ عمل ته اړ او محتاج ندى بلکه همدا بنده دى چې هغه ته محتاج او اړ دى نو ځکه که جهاد کوي نو د خپل ځان لپاره يې کوي ” ومن جاهد فانما يجاهد لنفسه و ان الله لغنيٌ عن العلمين ” .

په همدې خاطر مجاهد ته په کار ده چې پدې سخته او ستونزمنه لار کې خپل هر لوى او کوچنى عمل فقط او فقط د الله جل جلاله د أمر د منلو ، د هغه د رضا د لاسته راوړلو او د هغه د سپيڅلي دين د حاکمولو په نيت تر سره کړي ، ځکه چې د صحيح نيت پرته د الله جل جلاله په وړاندې د جهاد هېڅ اجر او ثواب نشته دى .

الله تعالى فرمايي : ـ ـ ـ (فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصاً لَّهُ الدِّينَ{2} أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ )

ترجمه :  ـ ـ ـ پس دالله فرمانبرداري او عبادت په  خالصه توګه کوه  خبردار ! سوچه اطاعت يوازې د الله لپاره دى .

معلومه شوه چې د سوچه عبادت او اطاعت پرته الله تعالى ته ددمنلو وړ ندي.

همدارنګه فرمايي: وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَذَٰلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ (5)

ترجمه : او دوى ته صرف او صرف همدا حکم شوى وو چې د الله تعالى عبادت په اخلاص سره وکړئ.

د صحيح  نيت په صورت کې نه يوازې د جهاد په باب کې بلکه د ټولو اسلامي عباداتو په باب کې نيکو اعمالو ته لوى مقام حاصلېږي او عمل يې مظبوط او پوخ پاته کېږي او د آخرت د لويو اجرونو او ثوابونو څخه برخمن کېږي ، مګر کله چې نيت خراب او فاسد وي نه يوازې دا چې عمل يې کوم حيثيت نشي پيدا کولاى بلکه اصل اجر او ثواب يې هم د لاسه وځي او بالآخره تر ټولو بده خو دا چې د همدغه فاسد نيت له وجهې ګناهکار او د عذاب مستحق جوړېږي .

ځکه د بنده د ټولو عملونو دار او مدار په  نيت پورې تړلى دى ، حضرت عمر ابن الخطاب فرمايي چې ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه واورېدل چې فرمايل يې :  انما الأعمال بالنيات وانما لکل امرئٍ ما نوى ـ ـ ـ ـ ـ بخاري

بيشکه ددعملونو دار عو مدار په نيت پورې تړلى دى او هر سړي ته هغه څه رسېږي چې د هغه نيت يي کړى وي ….

په همدې خاطر د اسلام په مبارک دين کې د هغه چا لپاره چې د يو عذر له امله لکه ګوډوالى،شلتوب ، ړوندوالى ،بوډاتوب ، ښځينه او ـ ـ ـ نورو عذرونو له امله د جهاد څخه پاته شوي وي هماغه اندازه اجر او ثواب ورکول کېږي په دې شرط چې نيت يې دا وي چې که جوړ واى يا عذر نه واى خامخا به يې پکې برخه اخيستله ، د دې خبرې دليل دادى چې کله رسول الله صلى الله عليه وسلم د تبوک د غزا څخه د صحابه کرامو سره بېرته راوګرځيد  نو صحابه کرامو ته يې و فرمايل :په مدينه کې داسې خلک شته چې ستاسو په ټول مزل کولو او کندو لاندې کولو کې تاسې سره شريک دي ، صحابه وفرمايل : اى دالله  رسوله صلى الله عليه وسلم، او هغوى خو په مدينه کې دي ؟  رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :هغوى عذر او مرض غزا ته د تللو څخه منع کړي دي .بخاري او مسلم دغه واقعه روايت کړې ده ـ

د جهاد په ډګر کې د بل فاسد او يا دنيوي نيت کوونکي ته مجاهد في سبيل الله نشي ويل کېدلاى ، يو اعرابي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راځي او د هغه چاپه اړه ترې پوښتنه کوي چې په جهاد کې د غنيمت ، مشهورتيا ،خلکوکې د خپل حيثيت ښکاره کولو اوتربګېنت نيت کوي نو کوم يو يې في سبيل الله مجاهد دى  ؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم دا ټول د الله د لارې مجاهدين نه بولي بلکه فرمايي : من قاتل لتکون کلمة الله هى العليا فهو في سبيل الله ـ يعني چا چې د الله د کلمې د لوړولو لپاره جنګ وکړ هغه د الله په لاره کې دى .بخاري  باب الجهاد

همدارنګه سنن ابى داود روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو ګس راغلو او ترې ويې پوښتل : يارسول الله ، رجل يريد الجهاد وهويبتغي عرضاً من عرض الدنيا ؟ قال : لا أجر له

اى د الله رسوله يو سړى جهاد کوي خو ورسره د دنيا مال او متاع هم غواړي  ؟ نبي کريم صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل :د هغه لپاره هېڅ أجر او ثواب نشته ـ دغه سړي درى ځله خپل سوال تکرار کړو مګر رسول الله صلى الله عليه وسلم به همهغه ځواب ورکړو ـ

دا چې د جهاد څخه پرته په نورو نيکو اعمالو کې که څوک يو عمل فى الحال د رياکارۍ او ښودنې لپاره کوي نو ممکنه ده چې وروسته په دغه عمل کې اخلاص راشي او بېرته د ثواب حاصلولو ذريعه شي مګر د جهاد او مجاهد معامله بيا بل ډول ده ، ځکه مجاهد ته د جنګ په وخت کې مرګ هره شېبه په سر ولاړ وي نو که چېرې مجاهد ته په داسې حالت کې مرګ راشي نو دا به د ده ستره ناکامي او بربادي جوړه شي ـ په همدې خاطر ه مجاهد ته په کار دي چې د صحيح  او غلط نيت اړوند د نيتونو لاندې  اقسام وپېژني

۱ـ صرف او صرف د الله تعالى رضا لاس ته راوړل ـ نه د ثواب خاطر کوي او نه د نورو شيانو ، دا تر ټولو بهترين نيت دى ـ

۲ـ داسلامي غيرت او اعلاء کلمة الله نيت ،د مسلمانانو د عزت او عظمت او د کفر او شرک د ذلت لپاره دا هم اعلى درجه نيت دى ـ

۳- د جنت ، ثواب او حورو نيت او د ددوزخ نه د نجات لپاره  ، ابن نحاس ليکي دا صحيح نيت دى او دشهادت لوړه مرتبه ورته رسېږي

۴- د مسلمانانو د ډلې او تعداد د زياتولو نيت ، نه د جنګ او شهادت په نيت ، دا هم صحيح نيت دى او شهادت ورته رسېږي

۵- د الله تعالى رضا او غنيمت نيت داوړه همزمان ، نو که نيت د جهاد او اللهي رضا اصل او غنيمت تابع وي صحيح دى او که نيت د غنيمت اصل اودجهاد نيت تابع وي دا نيت فاسد دى

۶- صرف د دنيا مال اوړمتاع لپاره نيت ، دا غلط نيت نيت دى ثواب او د شهادت مرتبه يې نشته

۷- هغه چې زړه کې يي نفاق وي او ظاهري د مجاهدينو سره شريک وي ، نه يې ثواب شته او نه د شهادت مرتبه

۸- د مړ کېدلو نيت کوم چې د ژوند نه په تنګ راغلى وي لکه د ځان وژنه چې کوي ،  خو دا سړى د جهاد نه بغير بلهغواړي نو دې کې دوه احتماله دي 1 شهيد نه دى ځکه ده الله

۱ شهيد نه دى ځکه ده الله ته د نږدې کېدو او د نېکۍ  هېڅ نيت نه وو کړى ۲ دا سړى شهيد دى ځکه ده د جهاد نه علاوه بله لاره کې وژل کېدل نه غوښتل او دا د دې خبرې دليل دى چې دى د نېکۍ اراده نه لري او دا احتمال زيات قوي دى مګر دا سړى به ښه شهيد نه وي . والله اعلم

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close