د کابل په اداره کې جنګ په تجارت بدل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۷) صابر خپلواک

څه موده وړاندې د آزادۍ رادیو خبریال څېړنه کړې وه چې اته څلوېښت میلیونه افغانۍ د خیالي پولیسو له امله شخصي جیبونو ته لویږي، دا خبره د هلمند  امنیه قومندان مل پاسوال آقا نور هم تائید کړې ده،  یوو پولیس چې د خپل نوم له څرګندولو یې ډه ډه کوله د شمس الرحمن په مستعار نوم هم دا خبره تائید کړه، چې دپولیسو په لیکو کې خیالي پولیس شته معاشونه يې نورڅوک اخلي

دا په داسې حال کې چې اشرف غني د خیالي پولیسو د قضیې د څېړنې لپاره یو پلاوی هم لېږلی و، پلاوي په خپل راپور کې ویلي وو: یواځې د ناد علي او مارجې په ولسوالیو کې د شویو څېړنو له مخې څلوېښت سلنه پولیس خیالي دي.

دې ته ورته پېښې د روزګان په ولایت کې هم پېښې شوې دي، او همدارنګه د کورنیو چارود وزارت لخوا ټاکل شوي پلاوي په خپلو پلټنو کې د ۱۸۰۰ خیالي پولیسو موضوع هم تائید کړې ده.

پلټنو ښودلې ده چې د روزګان ولایت پخوانی امنیه قومندان رحیم الله خان د ۱۸۰۰ خیالي پولیسو معاشونه اخلي او خپل جیب ته يې اچوي

د خیالي پولیسو دغه ارقام په هلمند اوارزوګان ولایتونوکې په ډاګه شوي دي که دهیواد په کچه پلټنه ترسره شي کیدای شي ددې خیالي پولیس تعداد زرګونوته ورسیږي .

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close