جهادي مشران او له ولسه بخښنه 

سرليکنه

د کمونستي رژيم د نسکوريدو راوروسته چې خپل منځو او د قدرت پر سر جهادي مشرانو تر ديرش زرو زيات افغانان وژلي او هم ېې هيواد په کنډوالو بدل کړى، اوس دې ددې انتظار نه کوي چې د ملګرو ملتونو لخوا دې ورته بخښنه اعلان شي.

د افغانستان د نجات د جبهې لخوا د همدې ټکي يادونه  شوې ده، چې په اوياېمه لسيزه کې په افغانستان کې يو شمير جهادي مشرانو په خپلو کې سره د قدرت پر سر افغان مظلوم ولس د جګړو په دوام په شهادت ورساوه او يو شمير یې  ژوبل کړل، چې په هيواد کې کوم معلولين ليدل کيږي دا د جهادي مشرانو د قدرت پرسر د جګړو قربانيان دي.

د نجات ملي جبهې لخوا په ډاګه ويل شوي دي چې يواځې حکمتيار هيواد نه دی کنډواله کړې، بلکې استاد سياف او ورسره نور د جهادي ګوندونو مشران هم د ټولو بدبختيو مسئولين دي، بايد له ولسه بخښنه وغواړي.

ددې ګوند لخوا په زغرده ويل شوي چې د حکميار په څير نورو جهادي ګوندونو هم په ړندو راکټونو کابل ښار په کنډوالو بدل او کابل ښاريان ېې په شهادت ورسول .

د ياد ګوند په نمايندګۍ ذبيح الله مجددي دا يادونه هم کړې ده، چې د بشر د حقوقو محکمې ته انتظار ایستلو ته اړتيا نه شته او که حکمتيار له ولسه بخښنه غواړي نو استاد سياف دې هم له ولسه بخښنه وغواړي، ځکه چې د اوياېمې لسيزي په دوران کې يو شمير جهادي ګوندونو په کابل ښار د راکټونو باران جوړکړى و، چې ټول افغانان  او په ځانګړې توګه کابل ښاريان یې شاهدان دي.

داهغه ويناده چې تر اوسه چانه وه کړې او نه یې د جهادي مشرانو نوم په ښکاره توګه اخستی و. په اصل کې که حقيقي قضاوت وشي د کمونستي دورې او له کمونستې رژيم د نسکوريدو وروسته چې کومو جهادي مشرانو افغان مظلوم ولس په شهادت رسولى او د هيواد په کنډواله کولو کې یې برخه اخستې ده هغه اوس د همدې حکومت په لوړو پوستونکې کار کوي او حکومت پرې ځان راټنګ کړ دی، که ددې قاتلينو سره حساب کيږي بيا به په حکومت کې څوک پاتې شي.؟

که د نجات ملي جبهې ګوند یې ونه وايي د الله په حضور کې خو دا جهادي مشران د خپلو کړو اعمالو او د افغان ولس د وژلو څخه انکار نه شي کولای.

په کابل کې جمعيت ګوند، د استاد سياف په مشرۍ د اتحاد ګوند، د وحدت په نامه د عبدالعلي مزاري ګوند، د حکميار په مشرۍ د حزب ګوند، د جنبش په نامه رشيد دوستم، دې ټولو د هيواد په کنډوالو کولو او د افغانانو په وژلو صرفه نه ده کړې.

د نجات جبهې ډيره ښه او په خپل وخت ويناکړې ده او دا چې ددې يادو ګوندونو مشرانو ته د بشر د حقوقو اداره بخښنه وکړي بيا به دا مشران په افغانستان کې سپين بازان ګرځي او د هيڅ ډول جرم مرتکب به نه وي. د بشر د حقوقو اداره هم لکه ددې جهادي مشرانو په څير چې پر کابل یې ړانده راکټونه ویشتل، دا اداره به هم ړنده پريکړه کوي چې وژلي دې یې افغانان وي او بخښنه دې ورته د بشرد حقوقو اداره کوي.

په افغانستان کې که هر قاتل قتل کوي او يا په نورو جرمونو کې ککړ وي او د بشر د حقوقو اداره ورته بخښنه وکړي بيا خو به په افغانستان کې هر ټوپک په لاس د کلي او ولس بې ګناه افغانان وژني، ځکه چې د افغانانو قاتلينو ته د بشر د حقوقو د ادارې لخوا بښنه کيږي.

که په افغانستان کې په رښتینې توګه دا ډول قضاوت د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو اداره او يا د هاګ محکمه وکړي، هر چاته د جرم په تناسب سزا ورکړي، نو بيا خو به خوشبختانه امن راشي او که د تير په څير د جګړو په دوام ډول ډول جرمونه کيږي او د ملګرو ملتونو لخوا بخښل کيږي نو په افغانستان کې امن او سوله بيا خوب او خيال دى.

اړوند مطالب

1 thought on “جهادي مشران او له ولسه بخښنه ”

  1. له هرچا وړاندې باید دافغانانو په قاتلینو کښې دکمونست رزیم پاتې شوني محکمه شي بیا دې دنجات جبهې زوړ مشر او نوی پاپ محکمه شي ځکه همد غه مجد دي وو چې لومړی ئې یو وحشي ګلمجم دخالد په لقب ونومولو او نړی دټولو قوانینو په خلاف ئې دڅو میاشتو دولس مشری مسؤلیت ته غاړه کیښوده او پدغه نني ناورین کښې همدغه پاپ وو چې دکفری یرغلګرو سره ئې دغلامانه تړون ترآخیري حده پورې حمایت وکړ، بیا دې په نوبت هر یو تش په نوم جهادي مشر دیوه قاتل د یوه جهلدي خائن او دیوه وطن فروش په جرم محکمه شي،یواځې بښنه کول دمقتولینو شرعي حقوق نشي أداکولی بیا هغه بښنه هم دیوي کفري دیهودو په لاس د جو ړې شوې أدارې لخوا ، اویا دهفه چا لخوا چې نن هم د افغانانو په وژنو ځورلو اوزنداني کولو بوخت دي،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close