جهاد ولې، د چا لخوا او څنګه په ’ترهګرۍ‘ ونومول شو؟

آصف الله آصفي

د سعودي عربستان تر ټولو نیک پاچا فیصل بن عبدالعزیر ټوله اسلامي نړۍ جهاد کولو ته تشویقوله، او د نړۍ په هر ګوټ کې به یې د مجاهدینو مرسته او ملاتړ کاوه.

خو کله چې په 1979 کې ترور کړای شو او خالد بن العزیز واک ته ورسید نو زیاتې پیښې رامنځته شوې، د ټولو پیښو په اوږدو کې سعودي واکمنان ولیدل شول چې په هیڅ کې هم نه دی.

د پاچا خالد د واک پر مهال پر افغانستان باندې شوروي اتحاد یرغل وکړ، په دغه وخت کې امریکا او خالد له شوروي اتحاده د ځانونو د ژغورنې په موخه د جګړې پلان جوړ کړ. دوی وېره درلوده چې شوروي اتحاد دوی ته زیان ونه رسوي او دریمه نړیواله جګړه پیښه نه شي.

پلان داسې و چې سعودی عرستان باید د جهاد بیرغ پورته کړي او د مجاهدینو مرستې ته ورودانګي. سعودیانو افغان مجاهدینو ته د چندو په غونډولو پیل وکړ چې له کبله یې د ریال قیمت هم لوړ شو. د سعودی هوایی کرښو هم خپل 75٪ لګښتونه افغانستان ته وقف کړل. له افغان مجاهدینو سره داسې مرسته وشوه چې ځوانان یې له هر ډول مشکلاتو بېغمه کړل.

د مجاهدینو او شوروي اتحاد تر منځ جهاد تر لسو کلونو پوري آن تر 1989 پورې روان و، چې بالآخره د شورویانو په وتلو او د مجاهدینو پر بریا پای ته ورسید.

مجاهدینو په دې په پوره ډول پوهېدل چې ټولې وسلې، مرستې، او استخباراتي معلومات د امریکا د متحده ایالاتو لخوا ترسره کیدې، خو د اسامه بن لادن او نورو مجاهدینو لخوا بیا همدغه مرستې د امریکا پر خلاص استعمال کړای شوې.

د شوروي اتحاد تر له مینځه تللو وروسته خالد ومړ، او د واک واګی فهد بن عبدالعزیز په لاس کې واخیستې.

امریکا له فهده وغوښتل چې عربي مجاهدین بیرته له افغانستانه وروغواړي څو جنګ خاموش او امریکا په آرام سره بېغمه خوب پیل کړي.

خو کله چې فهد له عربي مجاهدینو د بیرته ورتلو غوښتنه وکړه، نو اسامه بن لادن ورته وویل چی مونږ هیڅکله بېرته نه درځو، دا چې امریکا مو مرسته کړې زمونږ لخوا مننه ورورسوه.

خو سعودي، چې لومړنی او وروستنی مجاهد هیواد و، د امریکا د پروګرام د بدلون په اساس په خپل پروګرام کې بدلون راوست، او د امریکا په څیر یې جهاد ته د ترهګرۍ نوم ورکړ.

دا نور د امریکا په لاس کې ده چې جهاد ته څه وخت جهاد او څه وخت ترهګري ووایي.

عربي مجاهدین د فهد د امر په خلاف په افغانستان کې پاتې شول. ورځ تر بلې یې خپل ځواک لا غښتلی کړ. په نړۍ کې خپاره شول. د نړۍ ستر ستر قومندانان ترې جوړ شول. په یوګوسلاویا کې د کبیر باروس او په چیچنیا کې د عمر خطاب په څېر خلک راپورته شول چې د امریکا خوب یې وتښتاوه.

یو ځای به پر امریکا توغندي لګیدل، په بل ځای کې یې موټرې د بمونو ښکار کېدې. په سمندر کې یې کښتۍ د بمونو خوراک شوې. امریکا یې دې ته حیرانه کړې وه چې دا بن لادن د امریکا اسرار څه ډول کشفوي او څه ډول دوی ته ځانونه وررسوي، او لارې ګودې څه ډول بیامومي.

له اسامه بن لادن داسې څه جوړ شول چې امریکا نه شوای لیدلای، خو هغه امریکا په هر ځای کی لیده.

امریکا فکر وکړ چې د عربي مجاهدینو د ځای پر ځای درولو یواځینۍ لاره د هغوی فکر بدلول دی، او دا هغه حربه ده چې اندلس هم د همدې له امله سقوط کړی و، او په مصر کې د فرانسوي ښکیلاک پر مهال هم همدې حربې کار کړی و.

د فکر بدلولو یوه لاره دا ده چې راتلونکي نسلونه یې له خپل تمدن او فرهنګه لیري وساتل شي، چې  دا ډېر پخوانی کامیاب پلان دی.

سعودی هم د امریکا په خاطر په خپل نصاب کې تغیرات راوستل. تازه نصاب یې داسي شو چې جهاد ته باید ترهګري وویل شي، له دې وروسته نور مجاهدینو ته باید ترهګر وویل شي. تر دې پورې خبره ورسیده چې نن جهاد او مجاهدینو پورې مسخرې کیږي او سپکاوي یې کیږي.

 له دغه وخته، نور ټولو عربي هیوادونو په اتفاق فیصله  وکړه چې باید نور د امریکا په خاطر باید د (حي علی الجهاد) یعنی جهاد ته راشئ پر ځای د (حي علی الخمول) یعنی آرام ویده کېدو ته راشئ شعار پورته کړای شي.

امریکا نور هغه څوک چې د جهاد او حي علی الجهاد نعره پورته کوي، هغوی د ترهګرو په پنجرو کې بندوي، وېره پکې خپروي، او تر سخت فشار لاندې یې نیسي. خو په عین وخت کې بیا امریکا اسرائیلو ته وسلې او پیسې ورکوي څو بیګناه مسلمانان ووژني، کورونه یې وران کړي، ماشومان یې په وینو کې ولمبوي. دې ته ترهګري نه وایي بلکې هغه چا ته هم ترهګر وایي چې د اسرائیلو د دې مظالمو په وړاندې دریږي.

همداراز، امریکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ملیونونو بې ګناه خلک ووژل، دې ته هم ترهګري نه وایي. خو که د نړۍ په هر ګوټ کې کوم بیګناه مظلوم له ځانه دفاع کوي، هغه هم ترهګر بلل  کیږي، یا پټ په پټه وژل کیږي، او یا به تر وژلو پورې د ترهګر ټاپه پرې لګیدلې وي.

نن د سعودی عربستان پاکه ځمکه د نڅا، سندرو او فحشا په ګندګیو ولړل شوه، او له بل پلوه عربي هیوادونه یو پر بل بریدونه کوي او یو د بل پر وژلو لګیا دی. په یمن کې، په سوریه کې، په عراق کې او په لیبیا کې ټول عربي مسلمانان آن د یو بل د کوچنيو ماشومانو او تورسرو وژلو ته هم دلایل وړاندې کوي او امریکا ورپوری خندا کوي.

له دې وروسته د مسلمانانو هغه خوبونه چې له اسرائیلو سره به جګړه کوي ورو ورو له مینځه ځي.

پخوا ټول مسلمانان د اسرائیلو په وړاندې متحد او متفق وو، خو د مسلمانانو وحدت له مینځه ولاړ. هر اسلامي هیواد اوس یوازې د ځان په غم اخته دی. اوس د اسلامي نړۍ حاکمان د حیوانیت وروستۍ درجې ته رسیدلي دي چې هیڅ ډول رحم نه پیژني، او  که د کفارو لخوا مسلمانان وژل کیږي نو مسلمانانو ته یوازې دا پاتې دي چې هغه وغندي او خپګان پرې ښکاره کړي.. او بس.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close