جوزجان ولايتي شورا: د سرحدي عسکرو قرارګاه او يوه پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۴)

د جوزجان ولايت په قرقين ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو يوه قرارګاه او پوسته د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

د جوزجان د ولايتي شورا غړی عبدالقادر ماليه وايي، تيره شپه طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط په “یاآريغ” او د ريګي په سیمو کې پر يوه قراګاه او پوستو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې ياد پوځي مرکزونه طالبانو ونيل چې له کبله يې پنځه سرحدي پوليس او يو سيمه ييز پوليس وژل شوی دی.

د عبدالقادر په وينا، د پوځي مرکزونو له خپلو سنګرونو تېښته کړې او ولسوالۍ ته يې پناه وړې ده.

نوموړی وايي، دا مهال د ولسوالۍ لګ ليرې پرته يواځې يوه قرارګاه پاتې ده چې هغه هم د طالبانو له خوا کلابنده ده زياتوي طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ پنځه سوه مترۍ ته رسېدلي او د دغه ولسوالۍ په سلو کې نوي سلنه خاوره د هغوی تر ولکې لاندې ده.

طالبانو د ياد بريد مسؤليت منلي ویاند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي، په قرقين ولسوالۍ کې د برید حملې پر مهال طالبانو يوه مهمه قرارګاه، يوه پوسته نيولي، اووه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د مجاهد په وينا، له يادو پوستو څخه په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close