جوزجان: خمآب کې نښتو زور اخستی

کابل ټکی کام۰۳عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

راپورونه وايي، چې وسله والو طالبانو د جوزجان ولايت په خمآب ولسوالۍ کې خپلو بريدونو ته وروسته له هغه نور زور هم ورکړ، چې د ګډ حکومت د ولسمشر لومړی مرستيال رشيد دوستم هلته په جګړه کې د ګډون لپاره ولاړ.

جنرال دوستم هلته له خپل تګ سره سم دعوه وکړه، چې ياده ولسوالۍ يې د طالبانو له شتونه پاکه کړې ده، خو ځايي امنيتي سرچينو ويلي دي، چې طالبانو تېره ورځ د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې له دولتي ځواکونو سره درندې نښتې کړې دي.

امنيتي سرچينې په دغو نښتو کې طالبانو ته د درندو تلفاتو اړولو دعوه کوي.

دوستم له دې وړاندې هم فارياب ولايت ته د همدې موخې لپاره تللی وو، خو بېرته په بېړني ډول کابل ته ستون شو او ورسره سم طالبانو د فارياب ګڼې ولسوالۍ په بشپړ ډول له دولته ونيولې.

ډېری شنونکي او د اردو د عسکرو يوه ستره برخه په دې اند دي، چې رشيد دوستم او نور لوړپوړي مشران د لنډې مودې لپاره يوازې د ځان ښودنې لپاره د جګړو سيمو ته درومي، خو نه په جګړه کې ګډون کوي او نه هم د کوم درد دوا کېدلای شی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close