جوزجان: د دوستمي او جمعیتي ملېشو تر منځ سخته جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۲۶کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له جوزجان ولایت څخه په ور کړل شویو خبرونو کې راغلي دي، چې د دوستمي او جمعیتي ملېشو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
خبر وایي، چې دغه جګړه د یاد ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په ګرجک سیمه کې پېښه شوې ده.
خبرونه وایي، چې د سختې جګړې له کبله د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده مالومه، خو وایي، چې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په دې وروستیو کې جوزجان ولایت ته په دې موخه ولاړو، تر څو له طالبانو څخه د وژل شویو ملي اردو عسکرو انتقام واخلي، خو دوستم له طالبانو سره په جګړه کې ماتې وخوړه، او په ګوندي جګړو یې لاس پورې کړ.
لا تر دا مهاله دولتي چارواکو یې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده، وړاندې هم یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي وو، چې دوستم د طالبانو پر خلاف جګړه نه کوي، بلکې هغه قومي جګړه کوي.
د نورو جزئیاتو لپاره له مونږ سره اوسئ!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close