جوزجان: د طالبانو او داعش نښتې، د امريکايانو ملاتړ او داعش وسله والو تسليمېدل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۴)

له تېرو نږدې دوه اوونيو راهيسې د جوزجان ولايت په درزاب او قوش تپه ولسواليو کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي.

تېره ورځ د جوزجان سيمه ييزو سرچينو سپوټنيک نيوز ته ويلي و چې د قاطع ملاتړ الوتکو د داعش پر وړاندې د طالبانو د جګړې لومړۍ کرښې په نښه کړي ترڅو د هغوی پر خلاف يې جګړه سړه شي.

یادې سرچينې ته د طالبانو يوه سيمه ييز قومندان ويلي، د بهرنيانو الوتکو د درزاب ولسوالۍ په قزل غول سيمه کې د طالبانو هغه کرښې بمبار کړې چې د داعش سره يې جګړه کوله.

سرچينه زياتوي، هوايي بريد په هغو پوستو شوی چې تازه طالبانو له داعش وسله والو نيولې وې خو د بمبار له کله چې طالبانو يادې سيمې خوشې کړې د بيا ځل لپاره پکې داعش وسله وال ديره شول.

تر دې مخکې هم په ننګرهار او جوزجان کې د داعش پر وړاندې د طالبانو لومړۍ کرښې بمبار شوي، طالبانو او يو شمير استازو د بهرنيانو دغه ډول کړنې د داعش وسله والو سره همکاري بللې خو د جوزجان د والي وياند رضا غفوري د بهرنيانو د تيرې ورځې بمباري د داعش ملاتړ نه بولي زياتوي چې طالبان او داعش دواړه د دولت پرضد دښمنان دي او پر وړاندې يې هيڅ فرق نشته.

د رضا غفوري په وينا، له تيرو دوو اوونيو راهيسې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ په نښتو کې له دواړو غاړو نږدې درې سوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په داسې حال کې د داعش او طالبانو د تازه نښتو راپورونه ورکول شوي چې تازه د جوزجان د پوليسو د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي د شل داعش وسله والو د تسليمېدو خبر ورکړی دی.

نوموړی وايي، د يادې شل کسيزې داعش ډلې مشر محمد قاسم دی او له ځان سره يې شل ميله بېلابېل ډوله وسلې هم وروړي دي.

شاوخوا څلور ورځې مخکې هم چارواکو د يوې يوولس کسيزې داعشي ډلې د تسليمېدو خبر ورکړی و.

د شنونکو په باور په سيمه کې داعش ډله د امريکايانو او دولتي استخباراتو څخه برخمنه ده او کله چې هم د طالبانو له خوا پرې جګړه زوروه شي د امریکايانو له خوا يې هوايي ملاتړ کېږي او د امنيت له خوا ورته د تسليمېدو لارې چارې برابرېږي، چې په حقيقت کې د همدوی خپل وسله وال دي.

که څه هم طالبانو د تازه نښتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو د طالبانو وياند تېره ورځ د نيکولسن هغو خبرو ته چې په وينا يې دوی به “طالبان وهڅوي تر څو داعش سره جګړه تونده کړي” په غبرګون کې وويل چې طالبان د امريکايانو هڅولو ته اړتيا نه لري او که رښتيا هم هغوی د داعش ډلې له منځه وړل غواړي نو په ننګرهار او جوزجان کې دې له داعشیانو څخه د هوايي، لوجستيکي، استخباراتي او مطبوعاتي ملاتړ او پړسولو څخه لاس واخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close