جوزجان: د طالبانو په برید کې ۳۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښـــتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۶)

له جوزجان څخه ورکړل شوي راپورونه وایی، چې طالبانو تیره شپه د قوشتپې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلییز بریدونه کړي چې په پایله کې یې دوه پوستې د طالبانو لاس ته لویدلې.
امنیتي سرچینې وایي، په دې برید کې ملي پولیسو ته د سر دروند زیان اوښتی ، یو شمیر عراده جات یې له منځه تللي او ګڼې وسلې د طالبانو ته په لاس ورغلې .
طالبانو د برید پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په دغه برید کې یې ۱۳ پولیس وژلي او ۲۰ نور ټپیان دي.

طالبانو دغه راز د ۵ پیکاوو په ګډون د ګڼ شمیر سپکو وسلو او مهماتو د نیولو ادعا هم کړې .

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې پر دغه ولسوالۍ داعش ډله واکمنه وه، چې په ځینو مواردو کې د ولسوالۍ پولیسو هم ورسره همکاري درلوده او په همغږي یې د طالبانو پر وړاندې مشترک عملیات هم ترتیبول، چې د داعش له ماتې سره سم دا  ولسوالۍ اوس د سقوط وروستۍ شیبې شمیري

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close