جوزجان چارواکي: طالبانو فيض اباد کې څلور مهم کلي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۱) د جوزجان چارواکي وايي، طالبانو د دغه ولايت د فيض اباد ولسوالۍ مربوط ستراتيژيکه سيمه (څلور مهم او ستر کلي) نيولي دي.

د سيمه ييزو پوليسو قومندان صاحب خان وايي، طالبانو د ګرجک، شيشه خانه ترکمنيه، شيراباد او خيراباد مهم او ستراتيژيک کلي نيولي زياتوي که مرسته ونه شي ښايي د شبرغان- بلخ لويه لاره د دولتي منسوبينو پر مخ وتړل شي.

د جوزجان امنيې قومندان فقيرمحمد جوزجاني وايي، تر دې دمه د ګرجک او شيشه خانې پنځوس سلنه طالبانو نيولې په خبره يې چې ډېر ژر به سيمې ته کومکي ځواکونه واستول شي.

نوموړی وايي، په دغه بريدونو کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوی، درې ټپيان دي او شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د بريدونو مسئوليت منلی او په يوې خبرپاڼې کې يې ويلي، چې د شيشه خانه ترکمني او ګرجک په نوم ستراتيژيک کليو څخه يې (سيمه ييز اربکيان ايستی) او دغه کلي په مکمله توګه طالبانو نيولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د بريدونو په پايله کې له سيمه ييزو پوليسو اته موټرسيکلونه، وسلې او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

ياده سيمه چې تېره ورځ طالبانو نيولې د شبرغان- بلخ لويې لارې پر سر پرته ده او هر وخت چې وغواړي ياده لاره د دولتي ځواکونو او منسوبينو پر مخ تړلی شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close