جوزجان کې داعش څنګه مات شو؟ د طالبانو له ویاند سره مرکه

تر ۲۴ ورځو سختو جګړو وروسته، تېره شپه (د زمري په ۹مه / ۳۱ جولای) طالبانو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ستر مرکز په نیولو سره د هېواد په شمال کې د داعش ډلې فعالیتونو ته د پای ټکی کېښود.

د داعش پر ضد دا عملیات د طالبانو ځانګړو قطعو پر مخ بېول، چې د جوزجان، سرپل او فاریاب لپاره د دې ډلې نظامي قطعو برخه پکې اخیستې وه.

په دې عملیاتو کې، د طالبانو په خبره، ۹۲ داعش جنګیالي ووژل شول، ۵۱ ټپیان شول او ۱۲۸ نور طالبانو ژوندي ونیول. په دې ۲۴ ورځنیو عملیاتو کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

خو د جګړې په وروستیو شېبو کې، د ملي امنیت او ځانګړو ځواکونو چورلکو او موټرونو په جوزجان کې د داعش ډلې د عمومي مسؤل حبیب الرحمن رهبر، د هغه د مرستیال مفتي نعمت، او جوزجان کې د دې ډلې د ارتباطاتو د مسئول داملا صبغت الله په ګډون نږدې ۱۵۸ داعشیان له سیمې وایستل، او په دې توګه یې د داعش لوی مشران له طالبانو وژغورل.

طالبانو په دې بریالیو عملیاتو سره، د افغانستان شمالي ولایتونه له داعش ډلې پاک کړل، او د داعش د ”خلافت“ لمن اوس یوازې د دوو ولایتونو، کونړ او ننګرهار، محدودو سیمو ته ورټوله شوه. طالبانو تر دې وړاندې د لغمان الینګار ولسوالي هم د داعشیانو شتونه پاکه کړې وه.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د عملیاتو تر پای ته رسېدو څو ساعتونه وروسته کابل.کام ته د ایمېل له لارې وویل چې درزاب ولسوالي د هېواد په شمال کې د داعش جنګیالیو ستر پټنځای و، او له نورو ولایتونو هم داعشیان دې سیمې ته راتښتېدلي وو.

د مجاهد په خبره، د دې مرکز په نیولو سره، اوس په شمالي ولایتونو کې د داعش ډلې ”هیڅ څرک نه لیدل کېږي.“

داعش په جوزجان کې څنګه ځالې جوړې کړې؟

د ۲۰۱۵ز کال په جنوري میاشت کې، د پاکستاني طالبانو یوه پخواني قومندان، حافظ سعید خان، د داعش ډلې له مشر، ابو بکر البغدادي، سره بیعت وکړ. څه موده وروسته، په جوزجان ولایت کې د طالبانو یوه پخواني قومندان، قاري حکمت، چې طالبانو د ولسي وګړو د ځورونې او اختطافونو له امله له خپلو لیکو شړلی و، دلته هم خپل خلافت اعلان کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل.کام ته وویل، ”جوزجان کې ځينې افرادو چې وسله ورسره وه او ځانونه يې مجاهدین بلل، خو ورسره په څنګ کې به يې له خلکو څخه په زور پيسې غوښتې، خلک به يې وهل ډبول، د پيسو لپاره به يې اختطافونه کول. بیا چې امارت ورته متوجه شو، په دې کار کې د قاري حکمت په نوم کس لاس درلود. امارت هم دغه قاری حکمت له صفه وشاړه او وسله يې ترې واخیسته. کله چې د داعش غږ پورته شو، دغه مشهور غل بیا پر ځان د داعش نوم کېښود او مرکز يې جوړ کړ.“

جوزجان کې د داعش لومړی مشر، قاري حکمت، له خپلو جنګیالیو سره. قاري حکمت د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل په ۵مه په یوه هوايي برید کې ووژل شو
جوزجان کې د داعش لومړی مشر، قاري حکمت، له خپلو جنګیالیو سره. قاري حکمت د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل په ۵مه په یوه هوايي برید کې ووژل شو

قاري حکمت په درزاب او قوش تپه ولسوالۍ کې د داعش فعالیتونه پراخ کړل او له نورو شمالي ولایتونو (فاریاب، سرپل، غور) هم د داعش راتښتېدلي جنګیالي درزاب او قوشتپه کې د ”خلافت“ تر لاس لاندې سیمو ته راټول شول او د طالبانو+حکومت پر ضد یې خپل وسله وال فعالیت پیل کړ.

تر دې وروسته، طالبانو د دې ډلې پر خلاف عملیات پیل کړل. د طالبانو په خبره، د عملیاتو پر مهال به د بهرنیو ځواکونو الوتکو تل د طالبانو پر لیکو بمبار کاوه او د داعشیانو د ژغورنې هڅه به یې کوله.

د طالبانو ویاند وايي، دوی داسې معلومات هم ترلاسه کړي چې جنرال عبدالرشید دوستم او د جمعیت ګوند عطا محمد نور له دغو داعشیانو ”پټ حمایت کاوه او د طالبانو په مقابل کې يې د یوې نوې پرانیستې جبهې په توګه ساتلي وو.“

قاري حکمت د روان ۲۰۱۸ز کال د اپرېل میاشتې په ۵مه نېټه، د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ په قوروغ سیمه کې داسې مهال د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ووژل شو چې له خپل یوه ساتونکي سره د جوزجان د درزاب ولسوالۍ سردره سیمه کې خپل مرکز ته د تللو په حال کې و.

د قاري حکمت تر وژل کېدو وروسته، داعش مولوي حبیب الرحمن رهبر په جوزجان کې د داعش مشر او مفتي نعمت، چې یو ځل د طالبانو قومندان و، بیا حکومت ته تسلیم شو او وروسته داعش سره یوځای شو، د نوموړي مرستیال وټاکه. د داعش دا دواړه مشران، د خپلو ۱۵۸ جنګیالیو په ګډون، تېره شپه (زمری ۹) د حکومت او بهرنیو ځواکونو په مرسته له طالبانو وژغورل شول.

د داعش ضد عملیاتو پر مهال د بهرنیو-افغان ځواکونو د داعشیانو د ”ژغورلو“ هڅې:

طالبان وايي چې په دې وروستیو ۲۴ ورځنیو عملیاتو کې هم د بهرنیو ځواکونو اړوند الوتکو، د ننګرهار، لغمان او کونړ په څېر، د داعش پر ضد پر جنګېدونکو طالبانو بمبار کاوه.

ذبیح الله مجاهد کابل.کام ته وویل، ”وخت په وخت چې به مجاهدینو د هغوی پر ضد عملیات کول، امریکایانو به مداخله کوله او د نجات کوښښ به يې کاوه.“

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د حکومت اړوندو د عطانور او دوستم سیمه ییزو قومندانانو له داعشیانو سره تر عملیاتو وړاندې تسلیحاتي او د پیسو مرسته کوله، خو د عملیاتو تر پیل کېدو وروسته الوتکې هم د سیمې په فضا کې یو ځل بیا راښکاره شوې.

ذبیح الله مجاهد وویل، ”کله چې ۲۴ ورځې وړاندې موږ قطعات جمع کړل او جګړه مو پرې شروع کړه، نو وخت په وخت امریکايي الوتکې فضا ته راتلې، هڅه يې کوله چې د مجاهدینو مقدماتي کمربند بمبار کړي. دوه ځله يې زموږ سنګرونه په نښه هم کړل، خو چون مجاهدین اوس له امریکايي بمبارونو سره بلد شوي، ځانونه يې ترې ساتلای شوای.“

د داعشیانو مشران او لسګونه جنګیالي څنګه وژغورل شول؟

له ښي لوري - د پولیسو قومندان، منځ کې د داعش تسلیم شوی مشر مولوي حبیب الرحمان او کیڼ لوري ته د درزاب ولسوال
له ښي لوري – د پولیسو قومندان، منځ کې د داعش تسلیم شوی مشر مولوي حبیب الرحمان او کیڼ لوري ته د درزاب ولسوال

ذبیح الله مجاهد وايي، په جوزجان کې د داعش عمومي مسؤل او د نوموړي مرستیال چې کله تېره ورځ پوه شول چې ”د مجاهدینو لخوا یا نیول کېږي او یا وژل کیږي،“ نو له حکومت سره د خپلو مخکینیو اړیکو څخه یې په استفادې سره له حکومته مرسته وغوښته. ”دوی تیار له کابل ادارې سره رابطه درلوده، نو یې استفاده ورڅخه وکړه، او تېر مازدیګر د کابل ادارې چورلکې سیمې ته راغلې او له ځان سره یې په چورلکو کې پورته کړل. “

د طالبانو لخوا نیول شوي داعشیان:

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې دې عملیاتو کې ټول ۱۲۸ داعشیان ژوندي نیول شوي دي، خو په نیول شویو داعشیانو کې د بهرنیو جنګیالیو د شتون راپور یې نه دی ترلاسه کړی. ”نیول شويو داعشیانو باندې تحقیق روان دی. تراوسه موږ داسې راپور نه دی تر لاسه کړی چې بهرنیان دې په کې وي. خو په وژل شویو کې، ممکن، وي. موږ يې پخوا راپورونه تر لاسه کړي و چې ځينې بهرنیان په کې وژل شوي دي.“

طالبان وايي چې ۲۱۶ تنه داعشیان حکومت ته تسلیم شوي دي.

حکومت څه وايي؟

که څه هم حکومت په درزاب کې د داعش پر ضد د عملیاتو خبر وړاندې نه و ورکړی، خو دفاع وزارت ویلي چې دا داعشیان د افغان ځواکونو د عملیاتو او فشار له امله تسلیمېدو ته اړ شوي دي.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، ”د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر ضد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فشارونو او سختو ګوزارونو له امله، په درزاب کې د داعشیانو مشر، مولوي حبیب‌الرحمان، او مرستیال یې، مفتي نعمت‌الله، له خپلو ۱۵۰ څخه زیاتو تر لاس لاندې کسانو او سپکو او درنو وسلو سره د ملي اردو ځواکونو ته تسلیم شوي دي“.

د بي بي سي د خبر له مخې، ناټو ځواکونو هم په یوه اعلامیه کې ویلي، په جوزجان کې د داعش جنګیالیو په تسلیمېدو خبر دي. د ناټو په وینا، دا یو مهم پرمختګ دی، خو دا به تر وخت د مخه وي چې ووایو داعش ډله د افغانستان په شمال کې په بشپړه توګه له منځه تللې.

ناټو همدا رنګه وایي چې داعش ډله په افغانستان کې هېڅ مرکز نه لري، او نه هم په نورو هېوادونو کې جنګېدونکي وسله وال یې په افغانستان کې راټول شوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close