جوزجان کې د واورو ورښت له امله۲۰تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۵) زرغون خوږیاڼی

په جوزجان ولایت کې د واورې زیات ورښت او په سیمه کې د اوسیدونکو د ناچارۍ له امله ۲۰ تنه وژل شوي دي، د وژل شویو په ډله کې ۵ ماشومان هم شامل دي.

د جوزجان ولایت چارواکو ویلي، چې په درزاب ولسوالۍ کې د ډيرې واورې وریدلو له امله ۲۰ تنه وژل شوي، ددوی په وینا په سیمه کې روغتیايي مرکزونه هم نشته.

د جوزجان والي لطف الله غزیز ویلي، چې په وژل کسانو کې ۵ ماشومان شامل دي، که مرستې ورونه رسیږي کیدای شي د مرګ شمیر تر دې هم زیات شي.

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر ویلي، چې په سیمه کې د سختو واورو وریدو له امله د ۵ ماشومانو په شمول ۲۰ تنه وژل شوي، چې خلک په کورونو کې د سوند مواد او د یخ ضد توکي نلري.

د ولسوال په وینا په درزاب ولسوالۍ کې له سرپل صیاد ولسوالۍ د جګړو له امله راکډه شوي خلک د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي او که بیړنۍ مرستې ور ونه رسول شي، د وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړیدای شي.

له څو ورځو راهیسې د هیواد په شمالي ولایتونو کې د واورو ورښت پیل شوی، چې یو شمیر زیات وګړي د بارانونو دنیشت والي له امله ورته خوشبین دي؛ خو په یادو ولایتونو کې د جګړو له امله بې ځایه کورنۍ بیا د ژمي د رارسیدلو اړوند امکانات نه لري او په خیمو کې د واورین ورښت له امله یې ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close