جوزجان کې د پولیسو تر منځ خپلمنځۍ جګړه کې، ۳ پولیس ووژل شول

کابل ټکی کام ۲۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له جوزجان ولایت څخه په ترلاسه شویو خبرونو کې راغلي دي چې تېره شپه شاوخوا ۱۰بجې د دغه ولایت د قوشتیپې ولسوالۍ اړوند په چقمه چقور سیمه کې د افغان عسکرو د دوو عملیاتي کاروانونو تر منځ سخته جګړه ونښته.
د یادې جګړې په اړه خبرونه وايي چې:
«کله چې د افغان عسکرو یو ۳۰۰ موټریز کاروان له طالبانو سره په جګړه کې د ښکېل کاروان د حمایې لپاره سیمې ته داخل شو، د خپلو ملګرو سره په خطايۍ کې کېوتل، چې له امله یې د استخباراتو د یوه مهم کارمند په ګډون ۳ پولیس ووژل شول، او ګڼ شمېر نور ژوبل شول.»

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close