جوزجان کې ۴ دولتي کارکوونکي تښتول شوي دي

کابل ټکی کام ۲۱وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

نامالومو وسله والو د شبرغان – سرپل پر لويه لار د سرپل ولايت د ادارو ۴ تنه کارکوونکي تښتولي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې دغه څلور تنه نن سهار د جوزجان د مرکز اړوند له کيکر تکجر کلي تښتول شوي دي.

د هغه په وينا دوه تنه کارکوونکي د سرپل د برېښنا رياست اړوند، يو د کليو د بيا رغوونې او پراختيا رياست او يو بل هم د مستوفيت کار کوونکی دی.

جوزجاني وايي، چې تښتول شوي څلور واړه کسان د شبرغان ښار اوسېدونکي دي او نن سهار سرپل ته روان له يوه موټره ښکته کړل شوي دي.

نوموړي زياته کړې چې پوليسو په دې اړه هڅې پيل کړې دي، څو تښتول شوي کسان پيدا کړي.

د پېښې پړه تر دې دمه هيچا پر غاړه نه ده اخستې او نه يې هم چارواکو پړه پر چا وراچولې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close