جو کوین: د سپټمبر له ۱۱مې څخه د عبرت درسونه

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۰۱)

نوټ: دا مقاله تقریبا پوره ترجمه سوې ده. لوست ئې د هر چا لپاره ضروري دئ. څه ډیر دقت غواړي، خو مطلب ئې دونه قوي دئ چي ښايي ډیرو کمو امریکایانو د جنګ پر ضد پدې قوت لیکنه کړې وي. دوهم ځل لوست ئې ضروري دی. مترجم.

د سپټمبر له ۱۱ څخه د عبرت درسونه

ښاغلی جو کوین په نیویارک ټایمز کي د سپټمبر پر ۱۰ لیکي د سپټمبر د تروریسټي حملو راوروسته زه سمدستي جنګ ته پدې غرض ولاړم چي د خپل ورور غچ واخلم. خو هغه څوک چي ما واقعا غوښت چي وې وژنم، هغه ۱۷ کله مخکي مړ سوی وو. زما لپاره د دې واقعیت درکول څه وخت وغوښت.

اوولس کاله مخکي، کله چي ما د محمد عطا عکس د لومړي ځل لپاره ولید، زما ویني په جوش راغلې، او د انتقام جذبه مي په زړه کي لمبې کولې. کله چي ما د هغه آواز واورېد چي د طیارې مسافرانو ته وايي،«الوتکه زموږ تر کنټرول لاندي ده. کرار ناست اوسئ، هر څه به هوکې وي. موږ به بېرته هوايي میدان ته ستانه سو.» خو هغه برمته سوې طیاره د نړیوال تجارتي ودانۍ سره وجنګوله.

پدې وخت کي زما ۲۳ کلن ورور په ۱۰۲ منزل کي په خپل دفتر کي ناست وو. کله چي به ما د محمد عطا عکس ته کتل، ما به د خپل ورور په باب چورت واهه. هغه ساه لنډي درلوده. ما به پخپل ذهن کي دا تصور کاوه چي څرنګه به زما ورور په غلیط لوګي کي راړنګ سوی وي. څرنګه به هغه د عمارت پورته منزلونو ته په بېره ختلی وي،‌او څرنګه به هغه پدې ۱۰۲ دقیقو کي ډارېدلی وي. زه چي به د محمد عطا عکس ته ځېر سوم، ما به د خپل ورور سوځېدلی او ویلي سوی جسد لیدی. پدې وخت کي به زما په رګ رګ کي د انتقام وینه په جوش راغله.

نو لهذا، ما ځان په اردو کښې شامل کړ. زه یو ځل په افغانستان کي او دوه کرته په عراق کي وجنګېدم. ما ډیر شیان زده کړل، خو فقط په یوه شي باندي پوه سوم. ما دا زده کړل چي د جنګ میدان ته دوهمه پلا تګ تر اول واري اسانه وي، خو بېرته کور ته راتګ ګران وي. ما دا هم زده کړل چي پر ما خپل عسکر ملګري د زړه ګران دي. هیڅ شی د خلګو تر مینځ دوستي او یارانه داسي‌ نه ټینګوي لکه د جنګ په میدانونو کي چي څنګ پر څنګ وجنګېږي. په میاشتو میاشتو ځان نه پرېول، چټلي مسخرې کول، خپل غایطه مواد په بېلر کي سوځول، او بالاخره د خپل ځان او ګټو ها خوا ته یو بل عالي هدف ته خدمت کول، د عسکرې د خدمت تلپاته یادګارونه دي.

ما دا هم زده کړل کله چي به زما یو ملګری عسکر د جنګ په میدان کي ووژل سو، او موږ به ئې جسد په تابوت کي کور ته استوی، او پدې به هم ښه خبر وو چي د هغه مېرمن امیدواره ده، زموږ خپګان او قهر به څو چنده سو. ما دا هم زده کړل چي کله یوه بله کورنۍ خپل ورور له لاسه ورکړي، زما ورور بېرته نه راژوندی کېږي.

ما یوازي دا زده نه کړل، بلکي ما دا هم تجربه کړل چي په افغانستان کي یوه افغان پولیس د توپک په زور زما څخه رشوت واخیست، څو زه تر ځنځیر تېر سم، هله زه د کابل د حکومت په رشوتخورۍ او پراخ فساد باندي هم پوه سوم. ما دا هم زده کړل چي د افغان پر امنیتي قواوو باندي ۶۸ میلیارډه ډالره مصرف ول، یوه وفاداره، باهمته، او په جنګي روحیې باندي سمباله جنګي قوه نه جوړوي. ما دا هم زده کړل چي اکثره جنرال تل د زیاتو پیسو، ډیرو عسکرو، زیات وخت،‌ او زیات جنګ غوښتنه کوي.

ما دا هم زده کړل چي د لیونتوب اصلي تعریف دا دئ چي یو شی بار بار تجربه کړئ، خو هر کرت د متفاوتي نتیجې د لاسته راوړلو امید کوئ. پدې تېرو ۱۷ کلونو کي موږ په افغانستان کي هر څه امتحان کړل: لږ عسکر ور استول، ډیر عسکر وراستول، عنعنوي جنګ، ضد چریکي جنګ، د فساد پر ضد مبارزه، سرچ، او بیا بېرته عسکرو کمول. ما دا هم زده کړل چي په خارجي جنګونو کي د امریکا ټاپ ځوانان قرباني کېږي.

ما دا هم زده کړل چي باید یو داسي ژوند وکړم چي د وژل سویو عسکرو قرباني ته احترام پکښې نغښتی وي. موږ د هر عسکر د ژول کېدو پر وخت وايي چي بیا باید دا غمجنه حادثه تکرار نه سي. خو دې هدف ته د رسېدو اصلي لاره دا ده چي دېته اجازه ور نه کړو چي زموږ نور وړونه په جنګونو کي ووژل سي.

ما دا هم زده کړل چي څرنګه یو پلار واوسم. کله چي زه نن شپه خپل زوی، ګراهام جمېز، په غېږ کي نیسم، زه ځان خود خواه او خود غرضه احساسوم، ځکه هلته داسي په زروهاوو عسکر پلرونه سته چي بیا به هیڅکله خپلو کورونو ته راستانه نه سي، او خپل خواږه اولادونه به په ګرمه غېږ کي و نه نیسي. زه خپل ځان خود خواه او خود غرضه احساسوم، ځکه هلته داسي پلرونه سته چي ۱۷ کاله مخکي له جنګونو راستانه سوي دي، او خپل هغه ماشوم بچیان ئې په غېږ کي نیولي ول چي اوس هماغه ماشومان همدې ناتمامه جنګونو ته روانېږي.

ما یو بل مهم درس هم زده کړ، خو د دې درس عمق ته لا تر اوسه خلګ نه دي رسېدلي. او هغه دا چي د اسامه بن لادن ستراتیژیک منطق دا وو چي متحده ایالات په یوه ابدي او نه تمامېدونکي جنګ کي راښکېل کړي، او بالاخره امریکا ډیوالي کړي. هغه په ۲۰۰۴ کي ویلي ول،«څه چي موږ باید وکړو هغه دا چي د مشرق په یوه لیري سیمه کي دوه مجاهدین واستوو،‌ او هغوی یوه داسي جنډه پورته کړي چي القاعده پرې لیکې وي. زموږ دا کار به امریکايي جنرالان دېته وهڅوي په منډه هغه غرونو ته ځانونه ورسوي. دا به امریکا ته نه بیانېدونکې انساني او اقتصادي خسارې ورسوي. امریکا به د سیاسي لحاظه هم سخته وځپي، خو په مقابل کي به هیڅ شی تر لاسه نه کړي.» اوس سوال دا دئ چي ولي موږ هغه څه کوو چي اسامه بن لادن ئې هیله درلوده؟

زه په یو بل شي هم وپوهېدم. او هغه دا چي زما د فکر یو اړخ راته ویل چي دا خپل احساسات او خیالات د ځان سره وساتم،‌او چوپه خوله پاته سم، ځکه زه لدې ډارېدم چي خلګ به څه وايي. دا ښه خبره ده چي خلګ زموږ د عسکرۍ له خدمت څخه مننه کوي، خو هیڅکله دا سوال نه راپورته کېږي چي دا خدمت د څه لپاره وو؟ اصلي خبره دا ده چي موږ ګرده د سپټمبر د یوولسمي حملو په مختلفو اشکالو سره متاثیره کړي یو، او همدا خبره د دې باعث سوه چي موږ همدې واقعې ته په تحریف سویو عینکو کي وګورو. همدا سبب دئ چي موږ اکثریت نه غواړي چي پدې باب تبصره وکړو، او لږ تر لږه د جنګ په اړه یو مدني ډایالوګ ولرو.

مګر زما د شرمونکي ۱۷ کلن سکوت اصلي علت دا وو چي زما همدې سکوت ۱۷ کاله په بر کي ونیول. څه چي ما زده کړل هغه دا چي: ۱۷ کله مخکي، کله چي ما د محمد عطا عکس ته کتل، ما د هغو خلګو لپاره انتقام غوښت چي زما ورور ئې راوژلی وو. مګر په څه چي زه وفهمېدلم هغه دا چي هغو خلګو چي زما ورور را وواژه، هغوی په هغه ورځ زما له ورور سره یو ځای مړه سول.

نو لهذا، زه به لدې راوروسته د محمد عطا او اسامه بن لادن امرونه اطاعت نه کړم. زه به نور «چوپ» پاته نه سم. دا جنګ ختم کړئ.

The Real Lesson of Sept. 11

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close