جګړه، عامه ذهنيت، طالبان او ځانګړي بريدونه يې – دویمه برخه

 جنرال حسن ميرزی

– دویمه برخه

په عامه ذهنيت د ځانګړو عملياتو مشخصې اغيزې :

په يوه جګړه کې د چريکي جهت ځانګړي عمليات د دوی په ولس او د دوی له ولس او هيواد سره د علاقه لرونکو ، سيمه ايزو او نړيوالو لوبغاړو د ولسونو په عامه ذهنيت ژور اغيز لري .

که د چريکي جهت ځانګړي عمليات بريالي وي په عامه ذهنيت کې پرې باور زياتيږي ، دريځ يې پياوړی کيږي ، د پلويانو مورال يې لوړيږي ، مالي کمکونه ورسره زياتيږي ، ځوانان يې ليکو ته شامليږي او زيات سياسي مشروعيت لاسته راوړي . خو که چيرې يې ځانګړي عمليات بريالي نه وي نو په عامه ذهنيت کې باور پرې کميږي ، دريځ يې کمزوری کيږي ، د پلويانو مورال يې ښکته کيږي ، لنډ نفسه او د کمزوري فکر لرونکي پلويان ترې فاصله نيسي ، څوک همکاري ته زړه ورسره نه ښه کوي او دښمن ته يې په وړاندې د ډول ډول تبليغاتو موقع په لاس ورځي . البته دې ته مو بايد پام وي چې په عامه ذهنيت زياته منفي اغيزه له سياسي پلوه د عملياتو ناکامي کوي ، د بيلګې په ډول عمليات په داسې کمزورو اهدافو ترسره شي چې کوم سياسي يا پوځي ارزښت ونلري ، يا د عملياتو ظاهري انګيزه د وخت له سياسي او پوځي غوښتنو سره برابره نه وي ، يا په عملياتو کې بېګناه يا غير محارب وګړي په نښه شي يا په لوړ مالي لګښت او ځاني تلفاتو مقابل لوري ته لږ زيان واړوي .

د ځانګړو عملياتو شنډيدل هم په عامه ذهنيت منفي اغيزه لري خو د شنډيدلو توجيه او ترې د راپورته شوو معنوي او مادي زيانونو جبران په يو ډول کيدلای شي مګر له سياسي پلوه د ځانګړو عملياتو د ناکامۍ د زيانونو جبران کله بيخي شونی نه وي .

په عامه ذهنيت د ځانګړو عملياتو يادې مثبتې او منفي اغيزې دا ايجابوي چې :

·         ځانګړي عمليات بايد د يوې سنجول شوې ، منظمې او مسلکي ستراتيژۍ له مخې سرته ورسيږي .

·         اهداف يې مذهبي او کلتوري ارزښتونو او د خوځښت لوړو ګټو ته په پام ، سياسي او پوځي غوښتنو ته په ځواب کې د ټاکل شوو معيارونو له مخې غوره شي .

که د چريکي جګړې جهت د اهدافو په غوره والي کې لاندې څو مهم ټکي په نظر کې ونيسي کيدای شي خپل ځانګړي عمليات له سياسي پلوه له ناکامۍ څخه وژغوري :

1.       د مقابل لوري د سياسي ، فوځي ، امنيتي او تبليغاتي جګړې سرکښان  او د بهرنيو افکارو راواردوونکي او فعالان د ځانګړو بريدونو د اهدافو په توګه غوره کول

2.       له متعددو خواوو د اهدافو ارزښت ، لکه سیاسي ، فوځي ، اقتصادي …

3.        د بريد له پلوه د اهدافو آسانتيا او په کمو تلفاتو يې سرته رسول

4.       له ولسي وګړو څخه د اهدافو لرې والی

5.       داسې اهداف غوره کول چې بريد پرې د لږ زور استعمال غواړي او په آسانه سرته رسيږي .

6.       له داخلي او خارجي وضعيت څخه يې د استخباراتي کافي معلوماتو د لاسته راوړلو شونتيا

پاتې د نه وي چې د چريکي جهت  د ځانګړو عملياتو سرته رسوونکي ګروپونه هغه مهال د اهدافو په انتخاب کې خپلسرۍ او کم دقت ته مخه کوي چې کله دوی د ځانګړو عملیاتو په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري او په دوی باندې کم کنترول د دوی د لاسته راوړنو په بدل کې د يو امتياز په توګه ورکړل شي . او يا هغه مهال چې د ډول ډول عواملو له وجې دوی ته د اغيزمنو ځانګړو عملياتو سرته رسول ناشوني شي او د دوی کاري حيثيت د خپل خوځښت په ليکو کې تر پوښتنې لاندې راشي او له ننګونې سره مخ شي . نو دوی اړ شي چې د خپل حيثيت د اعادې او له ننګونو څخه په بريالي توګه د وتلو لپاره که هر څنګه وي يو څه ترسره کړي .

د چريکي جګړې جهتونه لکه د افغانستان په جګړه کې طالبان کولای شي د خپلو ځانګړو عملياتو د ګروپونو لپاره داسې اصول او د معنوي او مادي امتيازاتو او امکاناتو د ورکړې داسې سيستم رامنځته کړي چې دغه ګروپونه دې ته مجبور نشي ، چې په کره او ښه ډول د اهدافو د انتخاب او د خپل خوځښت اعلان شوو اصولو ، لوړو ګټو ته د اعتناء پر ځای يوازې د خپل حيثيت او خپل موقف د ساتلو په فکر کې شي . ځکه د ځانګړو عملياتو پياده کول ډير پيچلی او سخت کار دی . ډير خطرات لري او يو چريکي توظيف شوی ګروپ نشي کولای تل په منظم ډول په متوازنه کچه ځانګړي عمليات ترسره کړي .

استخبارات څنګه ځانګړي عمليات منحرفوي او بدناموي ؟

څرنګه چې ځانګړي عمليات لکه د طالبانو ښاري عادي اوسرتيري بريدونه چې د جګړې د چريکي جهت شهرت زياتوي معنويات يې لوړوي ، موقف يې قوي کوي ، د مقابل لوري په وړاندې د فشار د يوې اغيزمنې آلې په توګه ترې کار اخلي ، د مقابل لوري معنويات او موقف کمزوری کوي ، امنيتي حيثيت ته يې صدمه رسيږي ، په دفاعي دريځ کې يې راولي او په ليکو کې يې د بې باوري سبب کيږي نو ځکه د مقابل لوري استخبارات هڅه کوي چې د اوپراتيفي فعاليت په مټ يې د کشف ، مخنيوي او شنډولو تر څنګ منحرف او بدنام کړي . او په منحرفولو او بدنامولو سره يې غواړي د هغو سياسي او پوځي ګټو مخه ونيسي چې چريکي جهت يې غواړي د ځانګړو عملياتو له لارې تر لاسه کړي .

استخبارات د يادې موخې لپاره د چريکي جهت د ځانګړو عملياتو په ګروپونو کې لومړی د نفوذ هڅه کوي او خپل جاسوسان يې ليکو ته داخلوي او که په دې ونه توانيږي نو بيا هڅه کوي چې په يو نه يو ډول د چريکي جهت د ځانګړو عملياتو له ګروپونو سره د دوستانو او همکارانو په جامه کې اړيکې ټينګې کړي چې بيا د اهدافو په اړه ناسم معلومات ورکوي .

په واقعيت کې داسې اهداف ورته په ګوته کوي چې يا کوم ارزښت نلري ، يا ولسي اهدافو ته نيږدې وي او يا پرې بريد کول په يو نه يو ډول بدنامي لري .

سربيره پر دې کله چې مقابل لوری د چريکي جهت د ځانګړو عملياتو په ګروپونو کې په نفوذ ونه توانيږي او يا يې په ګمراه کوونکو معلوماتو تير نشي باسلی نو بيا په خپله ځينې داسې عمليات چې په عامه ذهنيت کې زيات نفرت پيدا کوي سرته رسوي او د چريکي جهت د ځانګړو عملياتو په ګروپونو يې ورتپي .

په افغانستان کې هم په تيرو اوولسو کلونو کې د داسې زياتو مواردو راپورونه ورکول شوي او په عام ولس کې هم د داسې نفرت خورونکو بريدونو په اړه چې په خپله بهرنيو ځواکونو او يا د دوی دوست حکومت سرته رسولي او په طالبانو يې ورتپلي زياتې کيسې موجودې دي .

په پای کې په لنډ ډول ويلای شو چې طالبان بايد د خپلو ځانګړو بريدونو لپاره د اهدافو په غوره کولو کې له زيات دقت څخه کار واخلي ، د ولسي تلفاتو مخنيوي ته زياته توجه وکړي ، د خپل ولس ، سيمې او نړۍ عامه ذهنيت ته زيات بيدار و اوسي ، د خپل ځان په ګټه يې واړوي او له احساساتي کړنو څخه د خپل خوځښت د لوړو ګټو په خاطر ډډه وکړي .

د دې لیکنې لومړۍ برخه د لاندې لېنک له پرانیستلو وروسته کتلای شئ:


جګړه، عامه ذهنيت، طالبان او ځانګړي بريدونه يې – اوله برخه

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close