جګړه د پلمو، بهانو او درواغو کار ندی

م، نجم الرحمن (فضلي)

دا چې غربي سياستوال د سياست معنی داسې کوي (هدف ته ځان رسول که په هره طريقه وي) يعنې که په وژنو وي، که په درواغو، دوکو، چل، لالچ که په هره طريقه ممکن وي خو خپل هدف ته ځان رسول دا سياست دی، البته غربي سياست، دا چې د کابل ادارې په هر کار کې د غرب پر پله پل ايښی نو د سياست په همدې غربي معنی کې هم د غرب بشپړه تابعداري غوره کړې، د ځان او د خپلو بادارانو موخو ته د رسيدو او جانب مقابل ته د زيان رسولو لپاره يې په هيڅ سرفه نده کړې.
له کومې ورځې چې د امريکايانو د هغوی د متحدينو او لاسپوڅو په مقابل کې طالبانو مقاومت پيل کړی له هغې ورځې رانيولې تر نن او پرون پورې د کابل اداره د طالبانو هره بريا پرديو ته منسوبوي.
پخوا به چې د افغانستان په هغو ولايتونو کې طالبانو بريا ترلاسه کړه د کومو چې له ګاونډي هيواد پاکستان سره پوله نښتې نو د کابل ادارې به ديته زور ورکړ چې له طالبانو سره په دې جګړه کې د پاکستان پوځ همکاري کړې.
او دا دی نن يې د غرني په سقوط کې يو ځل بيا د پاکستان طرفته ګوته ونيوه، که دا ورسره ومنل شي چې له پاکستان سره په نښتو ولايتونو کې دې پاکستاني پوځ د طالبانو مرسته کړې وي، نو دا به څوک ورسره ومني چې په فارياب او تخار کې دې هم پاکستاني پوځ له طالبانو سره مرسته او کومک کړی وي.
يوازې د پکتيا، پکتيکا، جلال اباد، کونړ، هلمند، قندهار يا د غزني ولايتونه خو نه دي چې طالبان پکې سوبې او برياوې ترلاسه کوي، تير کال د کندوز سقوط او سږ کال د فراه سقوط او همدارنګه په جوزجان، پلخمري او تخار ولايتونو کې د طالبانو برياوې له هيچا پټ ندي.
سږ کال په شمال کې د قندوز، پلخمري، مزاراو شبرغان ولايتونو پر دوامداره جګړو سربيره د شمالي ولايت تخار جګړې هغه څه دي چې د کابل ادارې خوله يې د يو څه وخت لپاره له ګاونډيو کږه کړيوه.
سږ کال چې طالبانو د الخندق په نامه علميات پيل کړي په شمالي ولايت تخار کې طالبانو په معجزانه ډول جګړې وګټلې، ولسواليو سقوط وکړ، ستر مرکزونه ونيول شول، په سلګونو عسکرو خپل ژون له لاسه ورکړ، په لسګونو ټانګونه او نور وسائط او په سلګونو ميله وسلې طالبانو ولجه کړې.
د تخار جګړو طالبانو ته پر نظامي برياوو سربيره سياسي بريا هم ور په برخه کړې، هغه دا چې نن د کابل اداره نشي ويلی چې په تخار کې د طالبانو لخوا روانه جګړه د چا دلاسه ده، او زما په فکر چې د طالبانو په برياوو د کابل ادارې چوپه پاتې شي دا په سيمه ييزه او نړيواله کچه د طالبانو لپاره ستر سياسي برياليتوب هم دی.
بالفرض که طالبان خپل ټول نظامي خوځښت له پاکستان سره پر پوله ولايتونو ليرې او پر شمالي ولايتونو ورټول کړي او هلته د پرون په څير سبا د تخار ولايت سقوط وکړي بيا به د کابل اداره د تخار يا د کوم بل شمالي ولايت سقوط نسبت چاته کوي، ممکن بيا د کابل اداره خپله ناکامي او د طالبانو بريا روسيې ته منسوب کړي.
ښه نو ترڅو به د کابل اداره خپله ناکامي او د طالبانو بريا پرديو ته منسوبوي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ځواب يې يوازې د کابل اداره ويلی شي، او يا دا هغه پوښتنه ده چې ځواب به يې په هغه ورځ وموندل شي کله چې طالبان د غزني په څير د کابل په پارکونو او چوکونو کې راښکاره شي.
جکړه کول د پلمو، بهانو او درواغو کار ندی، جکړه د کاميابي يا د ناکامي نام دی، کاميابي د هغه چا څوک چې رښتوني او ناکامي د هغه چا په برخه ده څوک چې پلمه کوونکي او درواغ ويونکي وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close