جګړه مخامخ او سوله د پردې ترشا؟

سرلیکنه

افغانانو له انګرېزانو، صفویانو، روسانو او امریکایانو سره په ایماني قوت او افغاني غیرت جګړې کړې دي. د افغانستان د جګړو او نارینتوب تاریخ که اشرف غني او عبدلله ته نه وي یاد، انګرېزانو ته یاد دی. په افغانستان کې چې څومره جګړې شوې دي د ټولو تاریخ انګرېزانو لیکلی دی.

افغانانو په ۱۹مه پېړۍ کې د کابل په آهنګرخانه کې پخپله وسلې جوړولې.‌ د افغانانو د جګړې او مېړانې په اړه انګریز تاریخ لیکونکی، وابریټ، لیکي چې مکناټن د افغانانو له جګړې او افغان ټوپک، جزایل، ډېر سر ټکاوه، ویل به یې افغانان له جګړې، او جزایل ټوپک یې له ډزو نه ستړي کېږي.

افغانانو له انګرېز سره مخامخ جګړه کوله او په جزایل ټوپک یې انګرېزانو ته ماتې ورکړې وه. د هر یرغلګر په مقابل کې جګړه افغانانو کړې ده او ښه په نارینتوب یې کړې ده. خو کله چې دښمن د رام رام سلامونه ورته کړي دي، بیا ورسره د سولې په اړه مذاکرات هم جنګېدونکو افغان ځوانانو کړي دي.

اشرف غني نور پر خپل نارینه پوځ باور له لاسه ورکړی ځکه په ښځو سوله کوي. اشرف غني او عبدالله هغه څه غواړي چې د افغانستان په تاریخ کې نه دي شوي، بلکې افغان ملي تاریخ شرموي.

افغانان لس کاله له سرو روسي وحشیانو سره وجنګېدل، سوله یې ورسره نه کوله، په جګړه کې یې ماتې ورکړه. بالآخره، پخپله روسانو سولې ته غاړه کېښوده. بیا هم افغانانو ټوپک له اوږې نه کوزاوه، تر هغو یې خپل مقدس جهاد ته دوام ورکاوه څو چې روس د پزې په خط خپله تسلیمي ولیکله.

په ۱۹۸۹ز کال چې په جنیوا کې له روسانو سره له افغانستانه د وتلو تړون لاسلیک کېده، هغه په جنیوا کې د روسانو او ملګرو ملتونو د نماینده، مستیري، په شتون لاسلیک شو. په هغه غونډه کې کومې ښځې ګډون نه درلود او نه یې لاس لیک کړی دی.

افغانان جګړه او سوله دواړه کوي خو په ښځو نه. دا په افغان ملي تاریخ کې نه دي لیدل شوي چې جګړې دې نارینه او سوله دې ښځو کړې وي؛ کومه جګړه چې نارینه او په ځانګړې توګه افغانان پیل کړي، سوله به یې هم افغان نارینه کوي، نه ښځې.

امریکا چې اشرف غني او عبدالله ته د سولې په غونډو کې د ښځو د ونډې خبره په خوله کې ورکوي او دواړه یې په هره غونډه کې تکراروي، دا ددې لپاره نه چې په افغانستان کې به د نارینه وو جګړه ښځې پای ته ورسوي، بلکې په دې موخه امریکا په سوله کې د ښځو ونډه غواړي چې جګړه اوږده شي.

عبدالله چې په افغانستان کې سوله د ښځو له حضوره پرته ناممکنه بولي، باید د امریکا او افغانانو له کلتور او روایاتو ځان خبر کړي؛ په امریکا کې به ښځې د سولې په غونډو کې ونډه لري خو د افغانستان او امریکا کلتور، مذهب او تاریخ توپیر سره لري.

په امریکايي ټولنه کې به سوله د ښځو له ونډې پرته ناممکنه وي، خو که په افغانستان کې د نارینه وو تر څنګ ښځو ته ونډه ورکړل شوه، شونې سوله به ناشونې شي.

په افغانستان کې دواړو خواوو ته طالب او افغان پوځ نارینه مخامخ جګړه کوي، دا مخامخ  جګړه د پردې تر شا او د ښځو په ونډه پای ته نه رسېږي، بلکې همدا د پردې تر شا خبرې دي چې سوله یې ناشونې کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close