جګړو د افغان ولس برخه خواره کړى

خاموش

جګړې چې په هر هېواد کې روانې وي، د هغه هېواد هراړخيز تاوانونه د زغم وړنه وي. خو په افغانستان کې د جګړو لمن دومره پراخه شوه چې د څلوېښتو کالو په تېرېدو سره راټوله نه شوه او نه د جګړې د پای ته رسېدا کوم څرک ليدل کېږي. دا چې ولې په افغانستان کې  جګړې روانې دي؟ د څه غرض لپاره افغانان په جګړه بوخت دي؟ څه دي چې افغانان یې جګړې ته اړ کړي دي؟ د چا لخوا پرې جګړې تپل شوې دي او تر کومه به دا ولس وژنې او جګړې روانې وي، تراوسه پورې دا پوښتنه نه ده ځواب شوې. هغه څوک چې ځواب یې ويلاى شي، له جګړې لاس نه اخلي.

د افغانانو برخه ځکه تر نورو جګړو ځپلو هېوادونو خواره ده چې په نورو هېوادونو کې به يواځې د کورنيو اختلافاتو او يا د کوم يرغلګر هېواد پوځونو جګړې پیل کړې وي، پر افغان ولس په داخل  د هېواد کې هم جګړه او چې له جګړو، بې کاريو، نا امنيواو غربته له هېواده د اروپایي هېوادونو د مرګونو سفرونو نيت وتړي، په لارو او پنډغالو کې هم په جګړه په جګړو واوړي.

د نړيوالو رسنيو د خبر په اساس، د فرانسي په ځنګل کاله کېمپ کې د افغانانو او اريټريايي وګړو تر منځ جګړه شوې ده. په کېمپ کې دېرش افغانان د٢٠٠ اريټريايي وګړو تر ګواښ لاندې وو  چې بالآخره په جګړه سره اخته شول. په دې جګړه کې ٢٢ تنه ژوبل شوي دي، خو په کېمپ کې، د فرانسوي ساتونکو په وينا، نښته هغه مهال سخته شوه کله چې دېرشو افغانانو دوه سوه اريټريايي وګړي پسې واخیستل.

د فرانسې ځنګله کاله په کېمپ کې هر کال د افغانانو او افريقايي هېوادونو د وګړو تر منځ نښتې کېږي، خو تېره ورځ  چې کومه نښته د افغانانو او اريټيريايانو ترمنځ وشوه، د فرانسې د کورنيو چارو د وزير په وينا د دېرشو تنو افغانانو لخوا د دوه سوو اريټيريايانو په مقابل کې جګړه حيرانوونکې وه.

له بلې خوا، د ليبيا په سمندر کې اروپا ته په قاچاقي توګه د تلونکو مسافرو کښتۍ، چې په پټه توګه یې غوښتل مسافر ورسوي، په اوبو کې ډوبه شوې ده. له بده مرغه په ډوبه شوې کښتۍ کې هم ډېری افغانان ښوول شوي دي.

اوس نه ويلاى شو چې جګړو په داخل او بهر کې د افغانانو د ژوند تېرولو برخه  خواره کړې ده. افغانانو د کورنيو جګړو، بې کاريو او ناامنيو له امله له افغانستانه نورو اروپايي هېوادونو ته مخه کړې ده، خو، په خواره برخه، له هېواد بهر یې هم ژوند په مرګونو سفرونو او د ځنګلونو په کېمپونو کې په مرګ بدل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close