جګړې ضد حرکت: د امریکا زیاته دفاعي بودیجه به جګړه لا تونده کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۸)

په امریکا کې د جګړې ضد یوه حرکت ويلي، امريکا د نوي کال زیاتېدونکې دفاعي بودیجه دا په ډاګه کوي چې واشنګټن ډير تمرکز پر جګړې کوي او ديموکراسي ورته هسې يوه افسانه ښکاري.

دغه څرګندونې د یاد حرکت يوه فعال تای بري رسنيو ته کړي په وينا يې یاده بودیجه به د امريکا جګړه لاپسې تونده کړي چې له کبله به يې د ډیری انسانانو ژوند په خطر کې واقع شي.

نوموړي ويلي، د امريکا د دومره لوړې بوديجې منظورېدل دا ښيي چې دغه هېواد په خپله ديموکراسۍ ته ژمن نه دی او غواړي چې د جګړې اور بل وساتي.

د تای بري په وينا، پر جګړو دومره لګښت به نه يواځې نړيوال راتلونکی نسل له خطر سره مخ کړي زیاتوي چې دغه جګړې پر امریکايي نسل، د هغوی پر زده کړو او راتلونکي ژوند هم منفي اغيز کولی شي.

هغه وايي، د امريکا حکومت او چارواکي د وسلو د لويو مافيايي سوداګرو په لومو کې نښتي ، پر هغوی د ميلياردونو ډالرو وسلې پلوري او هرډول لوبې پرې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close