جینوا غونډه روانه ده ؛ نړیوالو افغان حکومت ته د حساب غوښتنې سره همهاله پیسې هم منلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۷)

د جینوا غونډه چې تیره ورځ د سویس په پلازمینه کې د لسګونو هیوادونو د استازو په ګډون دایره شوې، لا هم جریان لري.
دې غونډې ته ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله، رولا غني او د کابیني ځینې وزیران په جلا جلا الوتکو کې تللي دي.

په غونډه کې د اروپايي ټولنې استازي ویلي چې د افغانستان د پرمختګ او په مختلفو برخو کې د اصلاحاتو په موخه له افغان دولت سره شاوخوا ۴۷۴ میلیون یورو مرسته کوي.
یادې ټولنې ویلي چې له افغان لوري څخه یې غوښتي څو دا پیسې په شفاف ډول ولګوي.

امریکا چې د غونډې مشري پر غاړه لري ویلي، دا ډول غونډې له افغان حکومت سره مرسته کوي څو د حکومتولۍ په چارو کې ښه پرمختګ وکړي.
د دغه هیواد  بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز بیا ویلي، چې د سولې خبرو کې خپل افغان متحدین څنډې ته نه ساتي او په ټولو پرمختګونو کې به ورسره ملتیا کوي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close