جېمزميټس: جګړه به ختموو، خو له افغانستانه د ځواکونو ايستلو اراده نه لرو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۱)

د امريکا دفاع وزير جيمز ميټس ويلي، امريکا هڅه کوي چې په افغانستان کې جګړه ختمه کړي خو له دغه هېواده د ځواکونو ايستلو اراده نه لري.

جيمز ميټس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، په افغانستان کې د جګړې ختمول يوازې امريکا پورې اړه نه لري او طالبان هم بايد په دغه برخه کې خپلې هلې ځلې زياتې کړي په وينا يې تمه ده چې د سياسي خبرو له لارې د افغانستان شخړه پای ته ورسېږي خو زياتوي چې امريکا داسې پلان نه لري چې ژر له دغه هېواده خپل سرتيري وباسي.

نوموړي په عين حال کې د سیمې له هېوادونو او ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د افغان سولې اړوند خبرو کې مرسته وکړي څو دغه هېواد کې امن او ثبات راشي.

ميټس ويلي، امريکا تر اوسه له افغانستان د ځواکونو د ايستلو په اړه پريکړه نه ده کړې او لا به هم په هغه هېواد کې د يوڅلوېښت هېوادونو د سرتيرو تر څنګ د وسله والو پر وړاندې جګړه کوي.

نوموړي ويلي، چې طالبانو د افغان حکومت د سولې او خبرو وړانديز يو ځل بيا رد کړی چې له دې ښکاري د خپلو خلکو ژوند ورته ارزښت نه لري.

ميټس په داسې حال کې د افغان حکومت له لوري طالبانو ته د سولې د وړانديز یادونه کړې چې له دې مخکې د امريکا له خوا د سولې مذاکراتي پلاوي څو ځلې طالبانو سره کتلي او د افغانستان جګړې د ختمولو په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.

په وروستيو کې داسې راپورونه ورکول شول چې ګنې امريکايي ولسمشر ټرمپ غواړي د افغانستان په اړه ژر د مذاکراتو او سولې خبرو پايلې ته ورسيږي او له دغه هېواده چې څومره ژر کيدلی شي خپل ځواکونه وباسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close