حامدکرزی: خپلواک او د بهرنيانو له حضور پرته افغانستان غواړو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۷)

پرون د طالبانو او افغان سياستوالو د مسکو په ناسته کې پخواني ولسشمر د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې ازاد، خپلواک او د بهرنيانو له حضور او مداخلې پرته افغانستان غواړي.

کرزی که څه هم د امريکا د راتګ په لومړيو کې د امريکايانو په پوځي ځواک مرسته واک ته ورسېد پر کابل يې دوه دورې حکومت وکړ چې د حکومت په ټوله موده کې يې هيڅکله هم د بهرنيو پوځيانو د وتلو خبره نه ده کړې.

خو کله چې د نوموړي د واک موده پای ته ورسېده تر يوې اندازې يې له امريکايانو سره مخالفت څرګند کړ او پرون يې د خپلو خبرو پر مهال د طالبانو او امريکا تر منځ روانو مذاکراتو ته هيله څرګنده کړه په وينا يې (راتلونکی داسې افغانستان پکار دی چې له نړۍ او ګاونډيانو سره ښې اړيکې ولري).

دغه راز طالب استازي، يونس قانوني، محقق، عطانور او يو شمير نورو سياستوالو او د ګوندونو استازو هم خبرې وکړې.

طالب استازي شير محمد عباس ستانکزي وويل، د افغانستان اوسنی اساسي قانون ورته ځکه د منلو نه دی چې له غرب څخه کاپي شوی، ګډ حکومت د اساسي قانون خلاف جوړ شوی او ډيری حکومتي چارواکو خپله دغه قانون تر پخښو لاندې کړی.

ستانکزي دغه راز، له تور ليست څخه د طالب مشرانو د ايستلو، د بنديانو د ازادولو او د رسمي دفتر د پرانيسلو غوښتنه هم وکړه په وينا يې څو د سولې خبرو ته لاره هواره شي.

د غونډې يو شمير ويناوالو په دې اتفاق وکړ په خبره يې ټول افغانان په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د حضور مخالف دي او د طالبانو خبرې هم داسې نه دي چې څوک دې ورسره ژور اختلاف ولري نو دغه ټول مسائل بايد د خبرو له لارې حل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close