حج اوقافو وزارت: حج مراسمو کې تر اوسه اتلس افغان حاجیان مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۱)

د افغانستان د ارشاد، حج او اقافو وزارت وايي، سږ کال د حج د مراسمو پر مهال اتلس افغان حاجيانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په مړو شويو حاجيانو کې اووه تنه يې ميرمنې او يوولس نارينه دې چې د حج فریضې ادا کولو پر وخت وفات شوي دي.

د حج او اوقافو وزارت د عامه اړيکو د اطلاعاتو مسوول ناصرالدين دريځ وايي، دغه حاجيان د ناروغيو او ترافیکو پيښو له امله مړه شوي دي.

د دريځ په وينا، هغه دوه سوه حاجيان چې پر خپل وخت د پروازونو لپاره نه و حاضر شوي، پاتې شوي و، راتلونکي کال کې به د حج لپاره ولېږل شي.

د حج اوقافو وزارت د مسوولينو پر وينا، سږ کال له افغانستان څخه (نهه ويشت زره، شپږ سوه، نهه نوي) کسان سعودي عربستان ته د حج فريضې ادا کولو لپاره تللي چې د بيرته راګرځېدلو لړۍ يې د وږي مياشتې په څلورمه نيټه پيل شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close