حج او اقاف وزارت: د افغان حاجیانو د لېږد پروسه سبا له کابل نه پيليږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ۲۲)

 

د حج او اوقافو وزارت چارواکي وایي، چې د د حج کونکو د لیږد لومړۍ ډله به سبا له کابل څخه د سعودی عربستان پر لور وخوځیږي.

د یاد وزارت د نشراتو مسؤل ناصرالدين دريځ وایي؛ سبا سهار پنځه بجې به د مرکزي زون اړوند حاجیانو لومړی پرواز او په تعقیب به یې د مازدیګر پر ۶ بجو دوهم پرواز د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه تر سره شي.
نوموړی زیاتوي، په دواړو پروازونو کې به ۷۰۰ تنه حاجیان انتقال شي.
دریځ وویل، سږکال به د لیږدیدونکو افغان حاجیانو شمیر ۳۰ زره تنه وي چې د لیږد بهیر به یې تر یوې میاشتې پورې بشپړشي.
د نوموړي په خبره، د افغان حاجیانو د لیږد مسؤلیت یې د کام ایر خصوصي هوایي شرکت ته ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close