حزب اسلامي په هیواد کې د سیاسي فعالیت اجازه نه لري. عدلیې وزارت

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۵ مرغومی۲۰ عزیر اسدخیل، کابل)
د افغان حکومت د عدلیې وزارت لخوا د حزب اسلامي (حکمتیار) ګوند ته رسمې مکتوب لیکل شوی چې کابل او داخل د هیواد کې سیاسي فعالیت اجازه نه لري.
علت یې دا ښودلی چې په عدلیه وزارت کې د ارغندیوال ، سباوون او فاروقي په نوم حزب اسلامي ثبت دی.
دوی ویلې چې کله د حکمتیار په نوم حزب اسلامي عدلیه وزارت کې ثبت شي بیا به د سیاسي فعالیت اجازه ولري.