حزب اسلامي: ښایي راتلونکو ټاکنو کې له جمعیت ګوند سره ګډ کاندید ولرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲)

 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، له جمیعت ګوند سره یې د پخوانیو تجربو د نه تکرار تړون لاسلیک کړی او د ټاکنو په ګډون په ګڼو مسایلو یې هوکړه کړې.

حکمتیار چې له شمشاد سره یې خبرې کولې وویل، نور له جمعیت ګوند سره هیڅ راز ستونزه نه لري او په راتلونکي کې به ورسره ګډ کار ته ادامه ورکوي.

حزب اسلامي چې له جمعیت اسلامي سره یې په کورنیو جګړو کې نږدې نیم کابل وران کړ او ۴۰ زره کابل میشتي یې ووژل، اوس وایي چې جمعیت اسلامي سره یې په ګڼو مواردو کې هوکړه کړې او ښایي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته په ګډه یو نوماند غوره کړي.

حکمتیار په کابل کې د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت د جمعیت اړوند غیر مسؤلو وسلوالو مانورونو کې حکومت پړ وباله او دا یې د حکومت ضعف په ګوته کړ.
حکمتیار د سولې په برخه کې حکومت په ناغیړۍ تورن کړ او زیاته یې کړه چې حکومت ریښتونې سړلې ته نه دی ژمن او په دې برخه کې واضحه تګلاره نه لري.

د یادونې وړ ده چې د حزب او جمعیت ګوندونه له پیله سره ښکر په ښکر و،آن تر دې چې کابل ته د ګلبدین له راتګ سره هم د جمعیت مشرانو مخالفت وکړ او د هغه پر وړاندې یې منفي تبلیغات او ویناوې کولې.
د دواړو ګوندونو ترمنځ په جګړو کې لسګونه زره بیګناه افغانان وژل شوي خو مشران یې اوس هیله لري چې له مخالفتونو تیر او د خپلو ګټو د تحفظ لپاره سره متحد شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close