حزب اسلامی د بریا که د پناه په لور

ع. اسد خیل

د تاجکستان د اسلامي نهضت غړي هم هغه مهال ډیر خوشحاله بریښیدل او د استاد رباني نه یې ډیره مننه کوله چې د دغه ګوند او د تاجکستان د حکومت تر منځ یې روغه او سوله رامینځته کړه او په دغه هیواد کې یې جنګ د تل لپاره پای ته ورساوه. آن تر دې چې ځینو پاکستان ته هم دا مشوره ورکړه چې د استاد رباني پر قدم باندی قدم کیږدي او د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د روغې ابتکار وکړي، ځکه چې د تاجکستان او افغانستان معضله یو ډول ده او په یوه ډول پای ته رسیدلی شی!!!

زیاتوي چې د استاد رباني په هلو ځلو په تاجکستان کی جګړه پای ته ورسیده خو په افغانستان کې لا هم دوام لري، خلکو پاکستان ته پناه وړې ده او په پاکستان کې د طالبانو او داعش او هم د حزب اسلامی ګوند د افغانستان پر خلاف د جنګ فعالیت ته دوام ورکوي.

د تاجکستان بحران په ۱۹۹۲م کې پیل شو او تر ۱۹۹۷ پورې یې ادامه پیدا کړه یعنې بحران ایله شپږ کاله جریان درلود.

د تاجکستان مجاهدین په افغانستان کې میشت وو، په افغانستان کې ورسره مرسته کیده،  دافغانستان مجاهدینو ورسره له نږدې نه اړیکې درلودې له همدې هیواد نه وسله وال کیدل او تاجکستان ته د جګړې او جهاد لپاره اوړیدل، د تاجکستان مهاجرینو هم په افغانستان کی پناه اخیستی وه.

کله چې استاد رباني د دې فکر وکړ چې په ګاونډي تاجکستان کې سوله غواړي او هلته باید ثبات رامینځته شي، داسی همکاری یې وکړه چې رښتیا هم سوله راغله او جنګ د تل لپاره پای ته ورسید!!!

په تاجکستان کې هغه مهال د افغانستان سفیر ښاغلي سید ابراهیم حکمت وایی چې: په داسې حال کې چې استاد ربانی د ریاست جمهوری په ګدۍ کیناست نو دوه اونۍ لا نه وې تیرې شوې چې په ارګ کې یې د استاد رباني نه د تاجکستان د وضعیت په اړه پوښتنه وکړه نو استاد رباني په ځواب کې ورته وویل:

نړیوال په دې هڅه کې دي چې د منځني ختیځ او فلسطین د اړو دوړ د آرامولو په واسطه زمونږ په منځینۍ اسیا کې ګډوډۍ ته لاره هواره کړي، او زه نه غواړم چې نور په تاجکستان کې د یوه تاجک وینه هم توی شي! او زه به په دې اړه جدي کار وکړم!!!

همغه و چې استاد رباني په ۱۹۹۲ کې تاجکستان ته سفر وکړ، دا هغه تاجکستان و چې د شوروي اتحاد په لمن کې یی د افغانستان د مسلمانو خلکو په وړاندې پوره ۱۰ کاله جګړه وکړه، سره له دې چې د نړۍ زیاتره لرې هیوادونه، سیمه ایز هیوادونه، د تاجکستان مهاجرین او مجاهدین او یو زیات شمیر د افغانستان مجاهدین او رهبران د هغه له سفر سره مخالف وو، خو د دې ټولو مخالفتونو سره سره بیا هم استاد ربانی په ځان شپه او ورځ یوه کړه چې هغه اور چې په افغانستان کې یې لمبې پورته شوي دي د تاجکستان خواته یې د سرایت مخنیوی وکړي!!!

استاد رباني د دغه سفر پر مهال دا هم وویل چې:

یو هیواد ته یې چې د تاجکستان په جګړه کې یې لاس درلود سفر وکړ څو په دغه هیواد کې د سولې راوستو لپاره ورسره مشوره شریکه کړي، استاد رباني وویل چې: (زه نه غواړم چې د دغه هیواد نوم واخلم) او له هغې وروسته یې غوښتل چې له همغه هیواد نه مستقیم تاجکستان ته د سولې راوستو لپاره سفر وکړي، خو د همدغه هیواد ولسمشر ورته توصیه وکړه چې (دا کار ضروری نه دي د تاجکستان حالت په خپل حال پریږده) خو له دې خصمانه موقف سره سره یې تاجکستان ته د سولې دغه سفر وکړ.

په دوهم پړاو کې یې بیا د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمانوف ته  په ۱۹۹۳ کې افغانستان ته د راتلو بلنه ورکړه.

چې بالآخره استاد رباني وکولای شول چې د تاجکستان اسلامی نهضت مشر سید عبدالله نوری له امام علی رحمانوف سره  د سولی مذاکراتو کښینولو ته اړ کړي.

د اپریل په میاشت کې د دواړو خواوو مذاکره د افغانستان د ورانولو په مرکز مسکو کې پیل شوه، چې یو ځل سره روغې ته  ونه رسیدل او د اسلامي نهضت د هيئت مشر توره جان زاده اعلان وکړچې مذاکرات له ګډوډۍ سره مخ او پرې کړای شول.

خو په مسکو کې د افغانستان د هغه وخت سفیر آصفی وایې چې: استاد ربانی د همغې ورځي په شپه ناوخته ورته تلیفون وکړ چې د اسلامی نهضت هیئت ته ووایه چې مذاکراتو ته دوام ورکړی او پریکون ونکړي.

له دې نه ۳ اونۍ وروسته استاد رباني د تاجکستان دولت او د اسلامي نهضت ګوند ته کابل ته د ورتلو بلنه ورکړه، او د  لومړي ځل لپاره یې امام علی رحمانوف او د اسلامي نهضت مشر سید عبدالله نوری یو له بل سره غاړې ویستل. ‎

استاد رباني دغه دواړه مشران په یوه خونه کې کښینول او ورته یې وویل چې خپلمنځ کې مذاکره وکړي او یوې مفاهمی ته سره ورسیږي.

مفاهمې ته له رسیدو وروسته په کابل کې د بهرنیو چارود  وزارت په د ستور په قصر کې استاد رباني د سید عبدالله نوري او امام علي رحمانوف لاسونه یو پر بل کېښودل او ویې ویل چې:

دا دواړه لاسونه به د تل لپاره د دولت، ملت او تاجکانو د ټاټوبې د ګټو لپاره کار کاوي!!! چې بیا په همدې ځای کې یې یوه ګډه اعلامیه هم صادره کړه. او د سولي د اساسی پرنسیپونو پروتوکول یې په کابل او دوشنبه کې لاسلیک کړ. دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې لا د جنګ لمبو افغانان سوځول.

استاد رباني چې کله په ۱۹۹۶ کې چې دولت او حکومت یې هم له لاسه ورکړی و یو ځل بیا یې په ۱۹۹۶ د اګست په ۱۰ مه د امام علي رحمانوف او سید عبداالله نوري تر منځ د لیدو کتو لپاره په فرخار کې د ملاقات زمینه برابره کړه.

په تاجکستان کې د همغه مهال سفیری سید ابراهیم وایی چې د دغه ملاقات د ترسره کیدلو لپاره استاد رباني د تاجکستان ولسمشر ته د هغه په لاس یو لیک واستاوه چې پکې یې لیکلی وو:

ښاغلی رحمانوفه! له نوری سره زرتر زره لیدنه کتنه وکړه، خبرې ډیرې دي، تهدیدونه هم ډیر دي.

مقصد یې دا و چې که مذاکره ترسره نه شي نو کیدای شي چې مخالفین د نورو په لاس کې پریوزي او د سولې پروسه به ناکامه شي.

دغه لیدنه چې د فرخار په یوه کلي کی ترسره شوه، استاد رباني، احمد شاه مسعود، امام علی رحمانوف او سید عبدالله نوري تر سهار مهال پورې ویښ ناست پاتې شول او خبرې اترې یې کولې.

احمد شاه مسعود سید عبدالله نوري ته په صمیمانه ډول سره وویل:

تاسې زمونږ وروڼه یاست، د افغانستان ټوله خاوره ستاسی کور دی، په هر ځای کې چې غواړي ژوند کولای شئ، خو نور نشئ کولای چې د افغانستان له خاورې نه د تاجکانو پر ټاټوبي چې یو ورور او مسلمان ګاونډی دی جګړه وکړئ.

همغه و چې سولې صورت ونیو، د دې مذاکراتو یو عیني شاهد وایی:

سره له دې چې د مذکراتو په پیل کې تاویلې ما ویلې زیاتې وې، کله کله به سختې خبرې هم تبادله کیدې خو وروسته ولیدل شول چې زړونه تش شول او زهر پریوتل، چې بیا مو یو بل ته صمیمانه نظر کاوه، پروتوکول لاسلیک شو او په نظامي برخه کې وسله والو مخالفینو ژمنه وکړه چې د  طویل درې او غرم له مرکزونو نه به شاته کیږي، او دولت هم تعهد وکړ چې لارې به خلاصې پریږدي چې اوربند عملي شي.

خو کله چې د دې سولې او روغې نه نږدې ۱۴ کاله تیر شول  او وروسته له هغې چې استاد رباني او احمد شاه مسعود ووژل شول نو د اسلامي نهضت په وړاندې د امام علی رحمانوف د دولت ظالمانه اقداماتو لړۍ پیل شوه.

۱. د تاجکستان سترې محکمې څو اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې سر له نن نه د نهضت اسلامي ګوند یو تروریستي او افراطي ګوند دی او د تاجکستان په خاوره کې یې فعالیت منع دی!!!

۲ . د سترې محکمې په حکم د اسلامي نهضت د ګوند رسمي خپرونه ((نجات)) او سایټ دواړه ممنوع وګرځول شول او د دغه ګوند هر ډول سمعي او مرئي خپرونې غیر قانوني اعلان کړای شوې!!!

  1. دولت د اسلامي نهضت پر ګوند تور پورې کړ چې د دغه ګوند غړي د (خاروغ) د ښار په نا آرامۍ کې لاس لري، او د نارک په ښار کې یې د داعش بیرغ پورته کړی دی او بله دا چې دغه ګوند غوښتل د ولسمشرۍ پر ماڼۍ برید وکړي!!!
  2. سره له دې چې دغه ګوند د سولې له توافقنامې وروسته مجدداً په تاجکستان کې په فعالیت لاس پورې کړ، او په ۱۹۹۹ کې د یوه سیاسي ګوند په نامه په مربوطه وزارت کې ثبت هم شو اوس په دې تورن کړای شو چې د اسلام د مبین دین د نوم نه په استفادې سره هڅه کوی چي د ملی وحدت، استقلال، او امنیت د خرابولو لپاره د تروریستی اعمالو په سرته رسولو سره حالات کړکیچن کړي، چې اصلي موخه یې د تاجکستان د دولت نسکورول دي!!!

سره له دې چې د اسلامی نهضت د ګوند اوسنی رئیس ښاغلي محي الدین کبیري د دغه تورونو په عکس العمل کي یوه اعلامیه خپره کړه او ویلې یې دي چې:

د تاجکستان دولت له پخوا نه د دغه حزب د له مینځه وړلو لپاره پروګرام درلود، خو یو مناسب فرصت ته یې انتظار ویستو. (چی یوه یې د استاد رباني او احمد شاه مسعود مړینه وه).

هغه زیاتوي چې له څو میاشتو راهیسې دولت د دغه ګوند پر غړو فشار راوستی چې د دغه حزب له غړیتوب نه لاس په سر شي.

کبیر زیاتوي: دولت د دغه حزب پر غړو فشار زیات کړی او یو شمیر دفترونه یې د هیواد په مختلفو سیمو کې تړلی دی، او دا حزب یې یو غیر قانونی حزب اعلان کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د تاجکستان د اسلامي نهضت د ګوند او دولت تر مینځ د اختلافاتو لړۍ له تېرو نږدې ۵ کلونو راهیسی وروسته له هغې چې نهضت ونه توانیدو چې د ۲۰۱۵ کال په انتخاباتو کې د پارلمان ۲ کرسۍ حفظ کړي پیل شوې وه، چې لامل یې د دولت لخوا د دغه ګوند پر غړو د فشار څو چنده زیاتیدل ښودل شوي دي، او دغه اختلافات د تیرو ۶ میاشتو نه بحراني حالت ته رسیدلی دی چې په نتیجه کې یې د دغه ګوند بې شمیره مشران د زندانونو د تورو تمبو شاته واچول شول او د نږدې ۳۰۰۰ مسجدونو دروازې هم د لمونځ کوونکو پر مخ وتړل شوې.

اوس به انتظار وباسو چې وخت دا ثابته کړي چې آیا د امریکا لخوا افغانستان ته د وارد شوي ملي وحدت حکومت سره د یو نیم ملیون شهیدانو په ککریو د خړوب شوی حزب اسلامي سوله او روغه به څه پایلې ولري؟؟ د تاجکستان د اسلامي نهضت په برخلیک به اخته شي چې بالآخره انجنیر ګلبدین حکمتیار به د سید عبدالله نوري په پل ولاړ شي او که څنګه؟؟؟ ځکه چې د اسلامي نهضتونو او ګوندونو پر خلاف د دغو مفسدو دولتونو کړنلارې یو ډول دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close