حس لرونکی مصنوعي لاس

ډاکټرفصيح الله عمرزى

د مخه مو له روغتياپوهانو اورېدل چې د روغتيا په برخه کې به نه منونکي پرمختګونه وشي. دا دی اوس یې د سر په سترګو ګورو.

روغتيا پوهان وايي چې انسان وي که حيوان، په پوستکې کې یې د ١٢ ډوله مرضونو د دفاع توان موجود وي، خو که له همدې پوستکي سره ناغېړي وشي، انسان  تر ١٢ زياتو مرضونو باندې اخته کېداى شي. ځکه خو د مصنوعي پوستکې ارزښت لکه څرنګه چې په نوې ټکنالوژۍ کې ورته د پرمختګ تمه کېده ونه شوه.

په مصنوعي پوستکې کې د ١٢ مرضونو د دفاع توان نه شته، يواځې د انسان هغه برخه پوښلاى شي چې د اور په سوزېدو يا نورو پېښو سره انسان د بدن د غړو پوستکی له لاسه ورکړی وي.

مصنوعي پوستکی يا څرمن څو کاله دمخه جوړه شوه، چې اوس پرې هم کار روان دی. اما په نړيواله کچه دا کوښښ کېږي چې انسان ته حس کوونکي غړي پيوند کړل شي څو د بدن د اصلي غړي په شکل ترې کار واخلي .

روغتياپوهانو په خپلو څېړنو سره اوس داسې مصنوعي لاس جوړ کړی دى چې انسان یې د خپل بدن د اصلي لاس په توګه کارولاى شي. يانې، د لمس حس پکې شته. که همدا مصنوعي لاس څه ته وروړل شي، انسان ته څرګندېږي چې زما لاس په څه شي ولګېده .

د اف الینوايي او بانا شیمپین ساینسپوهانو په دې اړه په خپلو څېړنو کې په پرمختګ سره وکولاى شول چې حس لرونکى مصنوعي لاس جوړ کړي.

په دې څېړنو کې ښوول شوې ده چې انسان ته د پيوند کړل شوي مصنوعي لاس په وسیله  ګرمه او یخه هوا، د مایع او جامد مالومول او نورو کارونه کول اسانه او شوني شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې په نړيواله کچه څېړونکو روغتياپوهانو ويلي چې مصنوعي لاس د انسان له دماغ سره اړيکي نيسي او د انسان دماغ ته دا درک ورکوي چې له څه سره مخ دى.

لويه خبره دا ده چې دا  مصنوعي لاس الکترونيکي ذهانت هم لري. که له کوم خطرناک شي سره مخ شي، انسان ته د اصلي لاس په څېر د خطر خبر هم ورکولاى شي .

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close