حقاني؛ د افغان تاریخ ځلانده څېره!/ هېواد ریان

هېواد ریان

په تول تللي پوره انسانان ډېر کم پیداکېږي او هر انسان له نیمگړتیاوو خالي نه وي. مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله هم یو له هغو انسانانو څخه و، چې ساری به یې راتلونکي کې ډېر کم پیدا شي. له مستې ځوانۍ واخله، آن تر ځنکندنه پورې ټول ژوند یې د الله جل جلاله په لاره کې تېر کړ او په دغه لاره کې یې ټول دردونه، تکلیفونه، زحمتونه او سختۍ وگاللې او یوه ذره ترې نه ستړی شو او نه ترې په شا شو. حقاني صاحب د دوو جهادونو رهبر پاتې شو او د افغانستان د بیا خپلواکۍ ارمان یې له ځان سره یوړ. حقاني رحمه الله د ځوانۍ په دور کې روسان راغلل او د ژوند تر پایه یې ورسره مبارزه وکړه. خوست لومړنی ولایت و، چې د حقاني صاحب مجاهدینو فتح کړ. د کمونیستي دورې د پای او د جهادي رهبرانو ترمنځ د کورنیو جگړو پرمهال له وزارت څخه لېرې او د مجاهدینو ترمنځ یې د سولې او روغې جوړې هڅې پیل کړې. حقاني صاحب پوره ـ پوره هڅه وکړه، چې جهادي رهبران سره راټول کړي او د کابل د ورانولو څخه یې راوگرځوي. کله چې طالبان راغلل، حقاني صاحب ورته ښه راغلاست ووایه او د سیاف، گلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني او نورو په څېر یې د مقاومت لاره ونه نیوه او د طالبانو سره د ژوند تر پایه ملگری شو او په دغه لاره کې یې قرباني له هېچا پټه نه ده.

حقاني رحمه الله د مبارزې داسې بنسټونه کېښودل، چې گرده اسلامي نړۍ ترې د عبرت درسونه اخلي. د الله جل جلاله په لاره او د خپل گران هېواد د خپلواکۍ لپاره یې څلور ځوانان زامن په دغه لاره کې قرباني کړل او یو زوی یې تراوسه د زندان سختۍ گالي. دومره قرباني هېچا ورنه کړه او نه به راتلونکې کې څوک دومره قرباني ورکړي. په تېرو څلوېښتو کلونو کې د حقاني صاحب د کورنۍ ۵۶ غړي شهیدان شوي؛ خو په کابل کې د مېشتو جهادي رهبرانو زامن په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي او ارام ژوند لري. پر دغه موضوع آن سیاف، حکمتیار، مجددي او که رباني ژوندی وای، هم به یې اعتراف کړی و، چې حقاني صاحب د زړه او د خولې خبره یوه وه.

پر افغانستان د امریکا د یرغل پر مهال حقاني صاحب یو ځل بیا د سنگر لاره ونیوه او لارویانو او مجاهدینو یې پر امریکا او تالي څټو یې داسې بریدونه وکړل، چې د واشنگټن دېوالونه یې ولړزول. امریکا، ناټو او افغان دولت ته د دوی په وینا «حقاني شبکه» تر ټولو مهمه وه. امریکا د رسنیو پر مټ تراوسه هڅه کوي، چې حقاني او طالبان سره جلا وښيي او ځینې مهم بریدونه به یې دوی پورې تړل. خو په تېرو اوولس کلونو کې داسې نه دي شوي، چې د یوه برید مسوولیت دې هم د حقاني شبکې په نامه چا منلی وي، بلکې د هر برید مسوولیت د طالبانو ویاندویانو مانه.

موږ ټول مرو او بېرته ستنېږو. مرگ پر هرچا راځي او هر ساه‌کښ مري؛ خو د ځینو انسانانو مرگ ډېر دروند وي او غم یې د نورو انسانانو نه څو چنده لوړ وي. حقاني صاحب هم په داسې وخت مړ شو، چې د مجاهدینو د بریا شېبې رانږدې شوي او واشنگټن د مسکو پر برخلیک اخته کېدونکی دی. ان شاء الله

کاشکې یو ځل بیا حقاني صاحب په خپل ژوند د طالبانو د بریا غږ اورېدلی وای او د یوه بشپړ اسلامي نظام د راتګ زېری پرې شوی وای. هغه ارمان چې حقاني ورته پوره څلور لسیزې مبارزه وکړه؛ خو دغه ارمان یې یوازې د پنځو کلونو لپاره پوره شو او د امریکا او د تالي څټو په مټ ړنگ شو.

د حقاني صاحب فکر لا هم ژوندی دی او زرگونه ځوانان د حقاني رحمه الله د ارمان د پوره کولو لپاره اوس هم سنگرونو کې ناست دي. دغه فکر نه مري او څو چې موږ ژوندي یو، ساه اخلو او د یوه اسلامي نظام ارمان مو پوره شوی نه وي، دغه مبارزه به روانه وي. که نږدې نه وي، نو راتلونکې ته په تمه یو، چې امریکا په افغانستان کې په خپلې ناکامۍ اعتراف وکړي او د خپلو وحشیانو د ویستلو اعلان به وکړي. حقاني صاحب ته د جنت فردوس او لارویانو ته یې د بریا دعاوې کوم.
الله دې ښه ورسره وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close