حقاني د افغان تاریخ ځلانده شخصیت

نعمان لطیف

حق لکه لمر څرگند او ځلاند دی، له هیچا پټ نه دی، او هغه چې حق ورسره دی/ وي دښمنان یې هم په حقانیت اعترافونه کوي
ځینې داسې هم شته لکه ښاپېرک چې د لمر له ځلېدونکیو وړانگو، د انکار جسارت کوي خو تاریخ دچا مخ مرؤت نه کوي، بلا تفکیک یې څاري او په حماقت یې کړسنده خنداوې کوي
زموږ دوران وېجاړ هېواد د وروستیو څو لسیزو په لانجمن تاریخ کې مولوي جلال الدین حقاني رحمة الله علیه هغه څوک ؤ چې د افغانستان دؤه ولس مشران یې په سپېڅلتیا، باؤري شوي ول او دملي جوړ جاړي لپاره یې لاس ورغځولی ؤ

لومړی یې شهید سردار محمد داود خان ؤ او دوهم یې ډاکټر نجیب الله؛ له بده مرغه دخلق او پرچم دین دښمنه او وطن دښمنه بانډ چې د سردار داود خان له پاکو ارادو اگاه شوي ول، سردار دواد یې دظالمانه کودتاه په ترڅ کې له واکه لیرې او شهید کړ، او ډاکټر نجیب الله چې له روسي ښکېلاک پاته مُهره ؤ، کمیونسټي بادارانو پرېنښود چې ددیني عالم سره په جوړ جاړي سلا شي

حقاني نن زموږ په منځ کې نشته دی، او ټولې کړنې او هڅې یې دماضي داستان وگرځېد خو دحقاني داستان له پیله تر پایه په مېړانه ولاړ دی
له هماغه ځایه چې حقاني له اوږې د شپانه کوتک ښکته کړ او دظالم خلاف یې توره پورته کړه، پرته له متعال څښتن حقاني نه کوم ځواکمن او زورؤر ته په ملا مات شوی، نه یې دمعنویاتو د سودا او دمادیاتو دحصول په پار چاته زنگون قات شوی

لکه څنگه چې دمولوي حقاني ژوند له ستړیاؤ او ستومانیو ډک دی، په همدومره ډاډ سره ویلی شو چې مبارزه یې هم له پښېمانیو او داغونو خالي ده.
هغه داسې چې حقاني په لویه پکتیا کې د واک او ځواک ستره جزیره ؤه، په داسې حال کې نه د چور چپاؤ برخوال گرځېدلی، نه یې پاټکونه جوړ کړي دي، نه دچوکۍ هؤس د افغانانو وینو بهولو ته مجبور کړی دی، نه یې له خپل شهرت او قوت سوء استفاده کړې ده

هغه حقاني چې دنوم په اورېدو یې دډېرو اسلام دښمنه او وطن پلورو وگړو اندامونه رپېدل، دخاکسارۍ یې دا حال ؤ چې ما (لیکوال) په داسې حال کې ولید چې دخوست ولایت په مقر کې دسترخوان ته ناست ؤ، دپالکو شنه سابه یې مخې ته ايښې ؤل او داسې په مزه مزه یې خوړل لکه پلاؤ او قورمه چې خوري
دحقاني په څېره کې جلال پروت ؤ خو د کمکیو طالبانو په لیدو یې په شونډو نرۍ موسکا هم ځغلېدله
ستړی ستومان ښکارېدو خو له انداز یې داسې برېښېدله چې اروا یې ارامه ده او د طالبانو په خوځښت کې یې دخوبونو تعبیر لیدلی او موندلی دی

مولوي حقاني ددې ړنگ بنگ هېواد د غمځپلو اتباعو لپاره دسوکالۍ او تلپاتې نیکنامۍ خوبونه لیدل، دهمدې لپاره یې توره له تېکې وایستله او په همدې عهد او عزم آن تر پایه ثابت قدم پاته شو.
حقاني صاحب په خپل ژوند، او دمبارزې په دوران کې له هر هغه گام او غږ ملاتړ کړی دی چې د سولې او ثبات لپاره پورته شوی دی
دطالبانو اسلامي تحریک ته چې وطنوالو ته یې د اسلامي شریعت دتطبیق پر مټ سوله او ارامي راوړه، چې همدا دحقاني صاحب ستر ارمان هم ؤ؛ دحیثیت په اعتبار تر ټولو ځواکمن قومندان حقاني ؤ چې تر لاس لاندې هر څه یې ددوی په واک کې ورکړه

دحقاني رحمة الله علیه دملي او اسلامي دریځ اثبات له دې هم کیږي چې په ټول مخالفت سربېره یې نه دسردار داودخان دسولې له وړاندیز انکار وکړ، نه یې ډاکټر نجیب الله ته ‘نا’ وکړه، نه یې دمجاهدینو په حکومت کې د وزارت دپستې چوکۍ او اضافي امتیازاتو په منلو، په خپل منځي جنگ جگړو او افغان وژنو مجرمانه سکوت غوره کړ

تاریخ به یې ثابته کړي چې حقاني دهغو ملي هستیو له جملې څخه ؤ چې هيڅ وخت یې په ارزښتونه سودا بازي نه ده کړې ده. په مسلمان هېواد کې یې په ټول توان له اسلام ددفاع هڅه کړې ده او د هر مخالف مخالفت یې په همدې بنیاد کړی دی
دحقاني د لاځوابه او شهکار مېړانې کم رنگه کولو لپاره دصلیبي اشغال ځېره خواره لگیا دي د گردېز د فتحې پر مهال، حقاني صیب باندې د چور چپاول اتهامات پورې کوي خو دگردېز تر فتحې وروسته دحقاني صاحب هغه ویدیویي کلیپ اوس هم موجود ده چې په کې مجاهدینو ته دملي شتمنیو او تاسیساتو دساتنې وینا کوي
حقاني صاحب مجاهدینو ته په خطاب کې زیاتوي: موږ دهغه چا خلاف جگړه کوو چې هېواد یې په روسانو خرڅ کړی دی، اوس له فتحې را وروسته که موږ دخپل هېواد تاسېسات نړؤو او کباړ یې په پاکستان پلورو، دخلقیانو او پرچمیانو سره مو فرق په څه شو؟

حقاني دمعاصر تاریخ هغه رښتینې څېره ؤه چې دمبارزې له پیله دکاروان په سر کې روان ؤ، په بدن یې څو ځل ټپونه خوړلي ؤ او په څلورو ځامنو سربېره یې د خپلې کورنۍ تر اویاؤو زیات ځوانان په دین او وطن نذرانه کړي دي
دصلیبیانو خلاف دمبارزې په پیل کې یې دخپلې کورنۍ د وگړو سره په گډه عهد وکړ چې په اوسني جهاد کې به، په تېر جهاد کې شوې تېروتنې او اشتباهات هم جبېره کوو
حقاني او حقانیان په خپل قول او فعل کې ثابت قدم او صادقین پاته شول، نه ترې بلند منزلونه پاته دي، نه مرمۍ ضد لانډکروزرونه، نه بانکي ډالري حسابونه او لکه څنگه چې ډېری افغانان له لوړو او عالی تحصیلاتو محروم دي، دغسې حقانیانو هم دغرب او عرب د رڼاگانو پر ژوند، بورۍ نشین ژوند غوره وگاڼه او ټوله توجو یې د وطن استقلال او ازادۍ ته واړؤله/ اړولې ده

په پای کې به ووایم: دحقاني رحمة الله علیه ژوند دومره لنډ تنگ نه دی چې په یؤه مقاله کې بیان کړای شي، دحقاني ژوند د افغان تاریخ داسې یو باب دی چې دڅو لسیزو داستان ورسره ربط لري او په کارنامو یې کتابونه ډکیږي
که قسماً ووایم چې حقاني ژوندی ده، حانث به نشم؛ حقاني اوس یواځې یو جلال الدین حقاني نه ده چې وفات شو، بلکې حقاني زرگونه حقانیان روزلې دي
که څه هم مشر حقاني رحمة الله علیه له موږ ژوندیو لاره بېله کړه خو دقافلې درهبریت لپاره یې داسې حقانیان روزلي دي چې گام پر گام به یې پل تعقیب کړي او دحقاني نیمگړو ارمانونو ته به دعمل جامه په تن کړي بإذن الله تعالی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close