حقانی صاحب د حقایقو په رڼا کې

په عربي ژبه کې یو متل دی چې وایی: (الحق احق أن یقال) حق، ډیر حقدار دی چې باید وویل شي.

آصف الله آصفی
په عربي ژبه کې یو متل دی چې وایی: (الحق احق أن یقال) حق، ډیر حقدار دی چې باید وویل شي.
د حقانی صیب د حقایقو حقیقت د هغه له ځلیدلی نوم او ژوند نه پیدا دی، جلال الدین یعنی د دین ځلا، او حقانی یعنی د حق په خوا ولاړ، د ډیری خلکو نومونه همدې ته ورته وي خو اعمال او ژوند یې بیا د خپل نوم سره په ضد او نقیض  حالت کې واقع وي.
په افغانستان کې د منحوسو کمونستانو (خلقیانو او پرچمیانو) له کودتاه سره سم کله چې د هغوی او د هغوی د بادارانو (قطبی خرسانو) پر ضد حق جهاد پیل شو، نو ډیری جهادی ګوندونه ایجاد شول، او هر ګوند بې شمیره قوماندانان وزیږول، خو په تأسف سره کله چې روسان خپل هیواد ته په تیښته بریالي شول، او مجاهدینو افغانستان د هغوی او د هغوی د لاسپوڅو نه وژغوره او فاتحانه د خپل هیواد ټولو ولایتونو او ښارونو ته داخل شول، نو زیاترو د خدای او رسول احکامو ته شا کړه او پر فساد، وژنو او داسی بد فعلیو یې پیل وکړ چې د خلقیانو او پرچمیانو نادودي یې له خیرو بیرته سپینې وګرځولې، ځکه چې هغوی هم دومره فجایع نه و کړی لکه دوی چې وکړل.
خو ډیر لږ جهادی رهبران، قوماندانان او مجاهدین وو چې لوی الله په دغو فتنو کې له ورګډیدا محفوظ وساتل او لامل یې دا و چې دغه ډول شخصیتونه په خپل ضمیر کې خدای، رسول او خپل ملت ته صادق او ریښتنی وو( فمنهم من قضی نحبه و منهم من ینتظر و ما بدلوا تبدیلا). له دې جملې نه یو هم د دغه ډول شخصیتونو په سر کې ستر دیني عالم مولوی جلال الدین حقاني و.
مولوی جلال الدین حقانی خو د روسانو او د هغوی د غلامانو سره د جهاد پر مهال نه پر چا ظلم او تیری وکړ او نه یې له غلیمانو سره سازش وکړ، او نه هم له خپل حقانی دریځه په شا شو.
لکه ونه مستقیم په خپل مقام یم ()()() که خزان راباندې راشي که بهار
حقانی صیب په حق باندی د ژوند تر پایه په خپل حق دریځ ټینګ پاتې شو، نه خو د هغو رهبرانو او قوماندانانو په څیر و چې پټ په پټه یې له غربي کفارو سره سازشونه وکړل، نه یې ملت ته درواغ وویل، او نه د هغو قوماندانانو او رهبرانو په څیر و چې خپله د عیش او عشرت په ماڼیو کې په مرفه ژوند بوخت وو او د ملت بچی یی د مرګ او ژوبلی لپاره لومړینو خطونو ته استول، جلال الدین حقاني په خپل قیمتي ځان سره د جهاد په لومړیو کرښو کې جنګیدو، څو څو ځله ټپی شوی هم دی.
جلال الدین حقاني د خپل زړه ۴ ټوټي ځوان ځامن د سپیڅلی جهاد په لار کې نذرانه کړل، او د خپلې معززې کورنۍ نږدې ۵۰ تنه ښځینه او نارینه یې هم د یادو ۴ ځامنو په قدمونو قدمونه کیښودل او د الله تعالی د دی قول په مصداق یې چې فرمایی: (فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۚ وَمَنْ يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا.) خپل نفسونه یې د آخرت د ښیرازه ژوند په موخه وړاندې کړل، او د الله ستر اجرونه یې تر لاسه کړل.
دروند مولوی صیب جلال الدین حقاني د مجاهدینو د خپل منځی جنګونو نه هم پاک ووت، او برسیره پر دی یې د جهادی رهبرانو، قوماندانانو او مجاهدینو تر مینځ د روغې جوړې او سولې او اصلاح په موخه په پرلپسی توګه څو کاله هلې ځلې وکړي، چې دا کار هم په شریعت کې له وسله وال جهاد نه غوره عمل بلل شوی.
د طالبانو په راتګ او د مجاهدینو د نظام د له مینځه تلو وروسته مولوی صیب د طالبانو د اسلامي حکومت په خدمت کې بوخت شو، د قبایلو چارو وزارت دروند بوج یې پر غاړه واخیست، په عین وخت کې یې بې شمیره دیني او عصري مدارس د خپل هیواد د بچیانو د تعلیم او تربیې لپاره ایجاد کړل.
د امریکا له برید او اشغال سره سم یې د امریکای یی اشغال په وړاندې یو ځل بیا خپله سینه سپر کړه، او تر هغې یې مقابله او مبارزه وکړه چې نور یې د عمر د زیاتوالی له کبله کمزوري شوي بدن اجازه نه ورکوله چې په خپل ځان د پکتیا شنه غرونه تر پښو لاندې کړي، نو ځکه یې صالحې کورنۍ او صالحو ځامنو د خپل پلار د دغې سپیڅلي مبارزې دروند مسؤلیت په غاړه واخیست، چې ځینې یې شهیدان او ځینې یې اوس هم امریکایانو ته د سر په کاسو کې د هغوی ویني ورکوي، امریکا یې داسې په ګونډو کړې چې ګرده نړۍ یې ګوته په غاښ کړې.
د مولوی صیب حقاني یو ځوان ځوی اوس هم د باګرام او یا پلچرخي په کفري زندان کې د مرګ او ژوند تر مینځ شپې او ورځې تیروي.
خو مولوی صیب حقاني بالآخره خپل روح خپل پرودګار ته په داسې حالت کې وسپارلو چې د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د افغانستان غیور او مجاهد ملت ته یې د حال په ژبه ویل چې: اللهم قد بلغت اللهم فاشهد.
الله تعالی ته لاسونه لپه کوو چې د مولوی صیب او د مولوی صیب د کورنۍ او لارویانو ټولې سرښندني په خپل دربار کې قبولې او منظورې کړي، او الله تعالی دی مولوی صیب ته په جنة الفردوس کې له نبیانو، صدیقینو، او شهداو او صالحینو سره یو ځای نوی ژوند نصیب کړي، او الله تعالی دې د هغه د قربانیو له برکته مونږ ته هم بخښنه وکړی او الله مو دې ورسره په جنات العلیین کې د ملاقات نصیب وکړي.
د مولوی صیب یادونه نور خاطرې دي، که پخپله زمونږ سره نشته نو فکر به یې تل ژوندی وی او لاره به یې ژوندۍ او ګړندۍ پر مخ لکه د آمو د سیند د څپو په څیر ژوندۍ او روانه وي تر هغې چې د هغه د اسلامي حکومت ارمان تر سره شوی نه وي. وما ذلک علی الله بعزیز.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close