حقوقپوهان: ولسمشر له ټولو ستر قانون ماتوونکی دی

کابل ټکی کام ۱۳عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

سرنوشت ورځپاڼې د يو شمېر حقوقپوهانو او د ولسي جرګې د غړو له خولې ليکلي دي، چې ولسمشر اشرف غني له اساسي قانون سره په ټکر کې فرمانونه صادروي.

دوی وايي، کله چې ولسي جرګه د ولسمشر دغه ډول فرمانونه رد کړي، د جرګې پرېکړه نه پلې کېږي، چې دغه کار د مقننه قوې او ولسمشر تر منځ واټن لا ډېروي.

د سرنوشت په وينا سياسي کتونکي بيا وايي، چې ولسمشر د ناقانونه فرمانونو په صادرولو لومړی خپل او بيا د ولسي جرګې حيثيت زيانموي.

ولسي جرګې تر دې دمه د ولمسشر ۴ فرمانونه د قانون خلاف بللي او رد کړي دي او وايي، چې نور فرمانونه هم تر بحث لاندې دي.

د ولسي جرګې غړي لالي حميدزي ويلي دی، چې د ولمسشر هغه فرمانونه چې جرګې رد کړي دي، له قانون سره په ټکر کې دي او تر څنګ يې نور فرمانونه هم په کميسيونونو کې تر بحث لاندې دي.

سرنوشت د حقوقي کارپوه نعيم لټون له خولې ليکلي دي، کله چې ولسمشر د ولسي جرګې د رخصتۍ پر مهال فرمانونه صادروي، د جرګې د کار له پيل سره سم جرګه د يادو فرمانونو په اړه پرېکړه کوي، او که جرګه دغه فرمانونه رد کړي، ولسمشر يې بايد له تعديلاتو سره بيا جرګې ته ولېږي.

لټون ويلي دي، ولسمشر د قانون له مخې کولای شي ورته فرمانونه صادر کړي، خو دا اجازه نه لري، چې د ولسي جرګې له تأييد پرته يې عملي کړي.

سياسي کارپوه قاضي محمد حسن حقيار بيا وايي، ولسمشر له اساسي قانون سره په ټکر کې ګڼ فرمانونه صادر کړي، او کله چې دغه فرمانونه د ولسي جرګې له لوري رد شي، ولسمشر بيا سرزوري کوي، چې په دې سره د ولسي جرګې ارزښت له منځه ځي.

نوموړي زياته کړې ده، چې له يوه لوري ټول حکومت په ناقانونه توګه جوړ دی او له بل لوري ولسمشر هره ورځ اساسي قانون ماتوي.

سرنوشت ليکلي دي، هڅه مو وکړه د يادې مسئلې په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو چا مو هڅو ته ځواب ونه وايه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close