حق ته غاړه کیږدئ له سولې پروژه مه جوړوئ

صلاح الدین ایوبي

امریکا او افغان دولت دې هسې په بې ځایه غونډو او چټیاتو وخت نه ضایعه کوي، دوی ته حق ته غاړه کیږدئ کنه هغه ورځ لرې نه ده چې افغان ولس به په زور دیته مجبور کړي چې په خپله شرمیدله ماته او جرم باندې اقرار وکړي

زمونږ په ګران هیواد چې له څوارلسوه کالو راپه دیخوا اسلام او اسلامي نظام ورباندې حاکم دی او ولس یې په هر وخت او زمان کې دتیريګرو اشغالګرو او کفري نظام غوښتونکو بلواګرو مخالفت کړی هیڅکله به په ډالري فتوګانو او تش په نوم د سولې په غونډو تیر نوځي او نه به  غیر اسلامي یعنې دیموکراسي نظام ته غاړه کیږدي

د افغانانو تاریخ دیرغلګرو په شړلو له مېړانو او کارنامو ډک دی، که د افغانانو ضمیر دیمکراسي او د اشغالګرو په لاس جوړ شوی نظام قبلولئ له سنکدر څخه تر انګريزانو او روسانو سره به د سرونو په قیمت مبارزه نه کوله ……!

که چیرې اشغالګر ځواکونه د افغانانو خواخوږي جوړیدائ شوی، تېرو اتلو افغانانو به یاد تیریګر په خپله خاوره کې نه ماته ول ….!

که د اشغالګرو خلاف مبارزه سپېڅلې، اسلامي وجیبه او افغاني غیرت نه وي، نن ولې د هغوی پاتې نسلونه پرې ویاړي ……؟

او که اوسني افغانان د تېرو مېړنيو افغانانو اولادونه وي نو

دوی به ولې امریکا ته د غلامۍ غاړه کیږدي ……؟

نو افغان دولت باید په دې پوی شي چې طالبان هم د تېرو مېړنیو افغانانو اولادونه دي او د هغوی په مسیر روان دي

له هیچا سره شخصي دوښمني نه لري، دوستي او دوښمني یې یوازې داسلام داساساتو پر بناء ده

او دوی نیږدې دا دوه لسیسزې دومره تکالیف، شهیدان، کونډې او یتیمان ددې لپاره نه دي ورکړي چې د اشغال په شتون کې دې له داسې نظام سره سوله وکړي چې کړه وړه او هر څه یې د یرغلګرو لخوا اداره کیږي او ټول نظام یې د اسلامي وصولو سره په ټکر کې وي،

که یې ضمیر دومره بې غیرتي او غلامي منلئ له اشغال وړاندې به یې د امریکا غوښتنو ته غاړه ایښه وه نه به یې پاچاهي له لاسه وتله او نه به دومره ځوریدل.

نو ترڅو چې دلته اشغالګر وي په ضد به مقدسه جګړه وي او تر هغو چې د هیواد ظالمانه اشغال پای ته نه وي رسیدلئ او تاسو د کفارو ملاتړ څخه لاس نه وي اخیستئ او د خدای حکم یعنئ د جهاد فرضیت ختم شوي نه وي، د سولې راتلل هسې خوب او خیال دی.

نو هیله کوم له عبسیاتو تیر شئ، نور د ولس سترګو ته خاورې مه ورشیندئ، همدومره ملنډې بس وې چې ورباندې ومو وهلې او که بیا تاسو سره رښتیا په هیواد کې د سولې, خپلواکۍ او پرمختګ احساس وي او پردې ځوریدلي او مظلوم ولس مو زړه دردیږي او غواړئ نور افغانان ونه وژل شي، تل پاتې سوله، استقلال او پرمختګ یې په برخه شي، دلته د جګړې اصلي عوامل چې د بهرنیو ځواکونو شتون دی له منځه یوسئ، په دې لاره کې ریښتوني او صادقانه ګامونه واخلئ تر څو جګړې ته بس ووایوو او تل پاتې سولې ته لاره هواره شي او ټول افغانان په یوه خپلواک اسلامي افغانستان کې د امن او سولې په فضاء کې سره راټول شي.

د تل پاتې سولې او خپلواک افغانستان په هیله

دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، د کابل.کام د نظریاتو ښکارندويي نه کوي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close