حلبه ولې؟

لیکوال: ملنګ یار

حلبه ولې دې په غېږ کې ماشومان ووژل؟

حلبه ولې دې دا سره او سپین ګلان ووژل؟

حلبه ولې دې زموږ خویندې سرتورې کړلې؟

زر وایه ولې دې زموږ وریندارې بورې کړلې؟

حلبه تاخو مور له زوی او زوی له مور جدا کړو

حلبه تا له هرې پیغلې څخه ورور جدا کړو،

حلبه ستا له هر یو کور یې کنډواله جوړه کړه.

پوهیږم نه در باندې چا دا توره شپه جوړه کړه؟

حلبه نه اوري ستا چغې دا جهان نه اوري

زړونه کمزوري لري کړیکې دا ځوانان نه اورې

بې غمه خوب کړي کبابونه پولاوونه وهي

ځیني ناڅا کړي په مجرو کې شرابونه وهي.

حلبه طمع د کړه لنډه څوک درتللی نه شي

حلبه دلته خلک ګونګ دي غږ کولی نه شي

دا تش په نام مسلمانان دي بهانې لټه وي

ځیني پیسو په سر اخستي څوک فتوې لټه وي

حلبه ځان ته سه چاره ګوره یو چاته مخ کړه

حلبه نه درځي ځوانان ته خپل الله ته مخ کړه

حلبه نه اوري ستا چغې مسلمان کاڼه دي

حلبه نه ویني ستا غوښې انسانان ړانده دي

حلبه وه غواړه له رب نه فریشتې وغواړه

هغه د بدر د غزا مــــــلایـــــکې وغواړه

حلبه کلکه عقیده کړه سرټیټي ونه کړې

مړشه مرګ حق دی دا شیعه بوت پرستي ونه کړې

خدایه پرې ورحمیږه ډیرې بې اسرې پرتې دي

قبرونه نه لري حلب کې جنازې پره تې دي

د(ملنګ یار)لاسونه ستا لور ته کاږه دي خدآیه!

څه ناڅه ورکړه تور باڼه یی نن لامده دي خدایه!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close