حنظله بن أبو عامر أنصاري رضي الله عنه

        لیکنه : راشد               

د حنظله پلار  ابوعامر   له اسلام نه مخکې په  راهب  باندې  مشهوره وو  ، خو د حضرت محمد   صلی الله عليه وسلم له پيغمبر کيدلو  نه  وروسته بيا ابو عامر مسلمان نشو بلکه دې ابوعامر او عبد الله بن أبي بن سلول  له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره   حسد کولو  ، عبد الله أبي بن سلول خپل حسد او کفر پټ کړلو او ابو عامر  هر څه ښکاره کړل او له مدينې څخه مکې ته لاړو  .

 د أحد په غزا کې له مشرکينو سره وو ، بيا روم ته لاړو هلته بيا په نهم  هجري   کې  مړ  شو  .

حنظله رضي الله عنه  بيا يو مخلص  او مخور  مسلمان وو . حنظله  اوعبد الله بن  عبد الله  بن أبي بن سلول له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه اجازه وغوښتله  چې هر يو خپل پلار قتل کړي  ،  خو رسول الله صلی الله عليه وسلم يوه ته هم اجازه ورنکړه  .  حنظله د أحد په جنګ کې د مشرکينو د لښکر له مشر  أبو سفيان  سره    ( أبو سفيان بيا ورسته مسلمان شو )  مخامخ شو ، نزدې وو چې قتل يې کړي ، خو له شانه شداد وليدلو او ګوزار يې پرې وکړ ، چې بيا شهيد شو  .

رسول  الله  صلی الله عليه وسلم  صحابه  کرامو  ته  اوويل  :  حنظله ته ملايکې غسل ورکوي  ،  تاسو  يې له  کډې  نه  پوښتنه وکړئ   .  هغې ورته اوويل : هغه جنب وو ، چې کله يې د غزا  غږ  واورېد  فورًا أووتلو . بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  أوويل : ځکه نو ملايکې غسل ورکوي  . مشهوره داده چې دا يې د واده شپه وه .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close